د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون تحفظ غورځنګ پر حکومت د غوښتنو پوره کولو غږ کړی


پراګ - د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې حکومت ته ورکړې یوه میاشت پوره شوې ده او د غوښتنو نه پوره کېدو په صورت کې د نوي احتجاجي پرلت تیاری کوي.

دا خبره نوموړي د یکشنبې یا اتوار پر ماښام د کوټې په صادق شهید میدان کې جلسې ته وینا وکړه.

پښتین وویل، د همدې تیاریو په موخه په پېښور کې جلسه کوي.

د پښتون تحفظ غورځنګ په دې جلسه کې هغه غوښتنې د قراردادونو په بڼه تکرار شوې چې خلکو په غوڅ اکثریت منظور کړل.

په دې پرېکړه لیکونو کې د ماواری عدالت وژنو درول، د نقیب مسود په وژنه کې د ککړ افسر راو انوار نیول، د پښتنو په ټولو سیمو کې د امنیتي پوستو ختمول، د پښتنو د ځان او مال ساتنه، په کراچۍ کې د پښتنو تحفظ باوري کول او د جمهوري افغانستان ملاتړ شامل ول.

دې غونډې ته یوې هزاره ماشومې هم وینا وکړه چې په لاس کې یې د مشال خان انځور نیولی وو. مشال خان د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکی وو چې د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه پارېدلو خلکو وواژه.

غونډې ته په وینا کې یوې فعالې وړانګې لوڼۍ وویل، د پښتنو د ستونزو هواري په موخه به ښځې هم له سړیو سره یو ځای درېږي.

دې ګیله وکړه چې ولې سړیو د خپلو کورونو ټولې ښځې جلسې ته نه دي وروستې.

د کوټې جلسې ته د بلوچستان نیشنل پارټي (مېنګل)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل پارټي، او هزاره ډېموکریټېک پارټۍ مشران او غړي، د وکیلانو او زده کوونکو اتحادیو پلاوي، ښځینه فعالانې، او د بلوچستان له پښتون مېشته سیمو زرګونه خلک ورغلي ول.

جلسې ته د ټولو سازمانونو او ګوندونو مشرانو ویناګانې وکړې.

د پښتون تحفظ غورځنګ د کوټې جلسه د هغو غونډو د لړۍ برخه ده چې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې تر ۱۰ ورځني پرلت وروسته پیل شوې.

په هغه احتجاجي پرلت کې په شویو غوښتنو کې ځېنې حکومت عملي کړې دي لکه د وطن کارډ شرط ختمول او پر امنیتي پوستو د تالاشۍ بهیر اسانول.

د اسلام اباد د احتجاجي ناستې په وروستیو ورځو کې یو شمېر ورک شوي کسان هم کورونو ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG