د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ: راو انوار اوس هم وخت لري چې پولیسو ته ځان وسپاري


د پاکستان سپریم کورټ ویلي، د نقیب الله مسود په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار اوس هم چانس لري چې ځان پولیسو ته وسپاري او عدالت ته حاضر شي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چیف جسټس میا ثاقب نثار د ګل پر ورځ د مسود د وژنې د قضیې اورېدنې پر وخت وویل، عدالت هڅه کوي چې معلومه کړي، څوک انوار ته سهولت ورکوي.

نثار وویل، د انوار تر شا درېدلي کسان باید عدالت ته حاضر شي او ځواب ورکړي.

نقیب مسود د جنورۍ په پیل کې ورک شوی وو چې وروسته د جنورۍ پر ۱۳مه ووژل شو. هغه مهال راو انوار ویلي ول چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال یې په نښته کې وژلي دي.

خو وروسته پر ټولنیزو رسنیو د مسود د وژنې ضد کیمپېن پیل شو او حکومت مجبوره شو چې د پېښې پلټنې وکړي.

محمد خان: د نقيب مسید خون بها نه غواړم

سپریم کورټ هم د دې پېښې نوټس واخیست او د چیف جسټس په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ جوړه شوه چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې یې اورېدنې کړې دي او حکومت ته یې هم په بیا بیا د راو انوار د نیولو او عدالت ته د حاضرولو ویلي.

د دوشنبې یا ګل پر ورځ د پاکستان دولتي بانک مشر طارق باجوه هم عدالت ته ورغلی وو او ورته یې وویل چې د کراچۍ د ملیر د سیمې د پولیسو پخوانی مشر راو انوار دوه بانکي حسابونه لري چې دواړه یې کنګل کړي دي.

باجوه وویل، د انور تنخا همدې بانکي اکاونټونو ته ورځي خو هغه له خپلو حسابونو پیسې نشي ایستلای.

ټاکل شوې چې د سېند د پولیسو مشر اې ډي خواجه هم نن تر تړلو دروازو شا ته د عدالت غونډې ته حاضرېږي او معلومات ورکوي.

سپریم کورټ د جمعې پر ورځ خواجه ته دوه ورځې نور وخت ورکړی وو چې انوار ونیسي.

د سپریم کورټ جرګګۍ د پاکستان د هوايي چلند د ملکي ادارې له مشره هم سپیناوی غوښتی چې په جنورۍ کې انوار ته د اماراتو د هوايي شرکت د پرواز کارډ چا ورکړی وو؟ انوار هغه مهال له هېواده د وتلو ناکامه هڅه کړې وه.

د نقیب مسود تر وژنې وروسته د سېند پولیس مشر اې ډي خواجه یو درې کسیزه کمېټي جوړه کړه. هغې کمېټۍ سپارښتنه وکړه چې انوار دې له دندې لرې شي چې د پېښې رڼې پلټنې وشي.

خواجه تېره اوونۍ رسنیو ته وویل، هېڅ داسې ثبوت نه لري چې ګواکې انوار دې له هېواده بهر تللی وي.

سپریم کورټ هم له راو انوار څخه دوه لیکونه تر لاسه کړي. په لومړي خط کې هغه د پلټنو شفافیت تر پوښتنې لاندې راوستی او په بل کې یې له عدالته غوښتي چې د ده بانکي حساب دې خلاص کړي.

زوی مې له هېڅ وسله والې ډلې سره نه وو: د نقیب مسود پلار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:43 0:00

XS
SM
MD
LG