د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: پر امنیتي سرتېرو دوه بریدونه، مخنیوی یې څنګه کېدای شي؟


امنیتي سرتېري اکثر په کوټه کې د بریدونو ښکار کېږي
امنیتي سرتېري اکثر په کوټه کې د بریدونو ښکار کېږي

پراګ - په کوټه کې د ملېشې او لېوي ځواکونو یوه کیمپ ته نیږدې چاودنه شوې چې پکې څلور سرتېري وژل شوي او اووه ژوبل دي.

دا د چارشنبې یا شورو پر ورځ پر امنیتي سرتېرو دویم برید وو. پولیس چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د کوټې په نوسار سیمه کې پلټنیز عملیات کول چې د برید ښکار شول.

د دې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۸مه د ښار پر سمنګلي سړک د یوه پولیس افسر پر موټر بمي برید شوی وو چې پکې دوه پولیسان ووژل شول.

د پولیسو مشر رزاق چیمه وايي، بریدګر پر موټرسایکل سپاره ول او زیاتوي چې په پېښه کې اېس پي حمید الله دستي ته زیان نه دی رسېدلی.

د دستي پر ګاډي د برید ذمه واري وسله والو طالبانو منلې.

په بلوچستان کې د حملو د زیاتېدو لامل دا دی چې چین – پاکستان اقتصادي لار له هغې صوبې تېرېږي او هلته پر ګوادر بندر کار روان دی.
مولانا عبدالواسع

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي عبدالرحیم زیارتوال د چارشنبې یا شورو پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په تېرو څو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

له ده مو پوښتنه وکړه چې پر امنیتي سرتېرو د بریدونو مخنیوي لپاره حکومت څه کړي دي؟ ده وویل، صوبايي حکومت په بجټ کې دوه اربه روپۍ د کوټې ښار د امنیت لپاره بېلې کړې وې او پلان یې دا وو چې په ښار کې به هر ځای کیمرې ولګوي، خو دا کار ((د تخنیکي مشکلاتو)) له کبله ونشو.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر مولانا عبدالواسع وايي، په بلوچستان کې د حملو د زیاتېدو لامل دا دی چې چین – پاکستان اقتصادي لار له هغې صوبې تېرېږي او هلته پر ګوادر بندر کار روان دی.

دی ګڼي چې په هغه صوبه کې ترهګر بریدونه نړیواله بڼه لري.

مولانا واسع زیاتوي چې ((ترهګر)) او وسله وال تل زیاتره حملې پر امنیتي سرتېرو کوي خو د دې معنا دا نه ده چې عام وګړي نه په نښه کېږي بلکې په کوټه او ټول بلوچستان کې پر سیاستوالانو او ولسي وګړو هم بریدونه شوي دي.

حالات په ټول ملک کې خراب دي. یوازې په بلوچستان کې خراب نه دي.
میر امیر رند

د واکمن اېتلاف اکثریتي ګوند مسلم لیګ (ن) له خوا د اسمبلۍ غړی میر امیر رند وايي، د امنیت وضع په ټول پاکستان کې خرابه ده او یوازې بلوچستان یا کوټه نه دي چې پکې حملې کېږي:

((حالات په ټول ملک کې خراب دي. یوازې په بلوچستان کې خراب نه دي. په خیبر پښتونخوا او په سېند کې هم [داسې حملې کېږي] خو موږ دا هڅه کوو چې کوټې ښار ته تلونکې لارې وڅارو، هلته زیات سرتېري ځای پر ځای کړو نو له دې سره به د ډېرو حملو مخنیوی وشي.))

رند زیاتوي چې د امنیت په لړ کې د اقداماتو ذمه واري پر وفاقي حکومت هم ده ځکه چې په هغه صوبه کې د اېف سي ځواک واک له اسلام اباد سره دی. د بلوچستان اسمبلۍ د حکومتي او اپوزیشن دواړو ډلو مخکښان زیاتوي چې د امنیت ښه کولو لپاره زیاتو وسایلو او پیسو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG