د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په چاودنه کې یو کس وژل شوی، څلور ژوبل


د جنورۍ په پای کې هم په کابل کې بریدونه شوي ول
د جنورۍ په پای کې هم په کابل کې بریدونه شوي ول

پراګ - چارواکي وايي، چاودنه د جمعې پر ورځ د افغان پلازمېنې په نهمه امنیتي حوزه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور ژوبل دي چې ټول ملکیان دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په ژوبلو کې دوه ماشومان دي.

د چاودنې په ځای کې د ودانیو ښيښې ماتې شوې دي.

دانش وايي، چاودنه د جمعې پر سهار نهه بجې د سوزوکي موټر په ذریعه د بهرنیو سرتېرو پر کاروان شوې.

ده زیاته کړه چې په پېښه کې بهرنیو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

په کابل کې دا پېښه پر داسې مهال شوې چې د فبرورۍ پر ۲۸مه په ښار کې د کابل بهیر غونډه وشوه چې پکې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو او پلاویو ګډون وکړ او د افغانستان د سولې پر موضوع یې بحث وکړ.

XS
SM
MD
LG