نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د باچا خان پوهنتون پر اکاډمیک پلان کار روان دی او هڅه کیږي، چې پدې پوهنتون کې د ساینس، ټکنالوژۍ، ټولنیزو او اقتصادي علومو د زده کړو برخې په پام کې ونیول شي.
د پښتنو په لرغونو دودونو او رواجونو کې څلي او نرخونه د دې لوی ټبر هغه ارزښتونه دي، چې له پیړیو يې د دې په رڼا کې د ژوندانه چارې سمبالې کړي،لويې او وړې ستونزې يې پرې هوارې کړي او خلکو يې پرېکړو ته درناوی کړی دی.
د خوست ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، چې د یوه خصوصي تلویزیون د خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د اپریل پر ۱۴مه، په مندوزیو سیمه کې د اولس په خپل مالي ملاتړ او بسپنو د یو لوی فرهنګي مرکز د جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د خوست ولایتي شورا غړو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې مشورتي لويې جرګې ته يې د رڼو ټاکنو له لارې په ټولو لیرې او نږدې ولسوالیو کې استازي ورپيژندلي دي.
د اپریل پر نهمه د خوست شاوخوا څلور سوه قومي مخورو، دیني عالمانو او روڼ اندو د یوې غونډې له لارې د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ، که سولې ته رښتیني ژمنتیا لري، نو د یو بل پر وړاندې دې له ماشو ګوتې لیرې کړي.
د افغانستان د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې ۵۳۵ ځوانانو د کمپیوټر او انګریزی ژبې شپږ میاشتنۍ وړیا زده کړې بشپړ کړې او د اپرېل پر شپږمه یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د ولایتي شورا مرستیال امیرالله زړه سواند وايي، اوس چې د کاري چاپیریال د برابرولو لپاره څه نا څه کار وشو، په کار ده، چې د مدیریت په نورو برخو کې هم پرمختګونه رامنځته شي.
د بزګر جشن او نوي کال د لمانځنې لپاره د یاد ولایت د کرنیزیو او حیواني محصولاتو یو نندارتون، د دې تر څنګ وزلوبه، ملي اتڼونه او د محلي موسیقۍ پروګرامونه هم جوړ شوي ول.
تر هغه وروسته چې د سې شنبې په ورځ د مالیاتو د ډېریدو په اعتراض کې په خوست ښار کې ډاکټرانو خپل شخصي کتن ځایونه او او روغتیايي کلینیکونه وتړل، نن د چارشنبې ورځې ماسپښین مهال د خوست ولایتي ادارې د ناروغانو د درملنې لپاره د پخواني ولایتي روغتون فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړل.
په خوست کې د ژمن په نوم د یو خصوصي تلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه چې د مارچ پر ۱۵مه د ناپېژاندو وسله والو لخوا ټپي شوی و، تېره شپه يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د غمشریکي یاد ماښامۍ، چې په شاهي دربار کې جوړ شوی وو، ویناوالو د پښتون ژغورنې د غورځنګ په یو کلن مزل، د پاچا خان د عدم تشدد د مبارزې او په اوس وخت کې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو پر سوله ییزو لارو چارو بحث وشو.
د مارچ پر ۱۲مه د لوګر ملکي او پوځي چارواکو په یاد ولایت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د عمومي قوماندان د مرستیال اډمېلر په مشری ورغلي پلاوي څخه وغوښتل، چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د لوګر له امنیتي او کشفي ادارو سره همغږي ډېره کړي.
په خوست ښار کې موټر چلوونکي او ښاریان د دغه ښار د سړکونو له خرابوالي شکایت لري او غوښتنه کوي، چې حکومت دې د یادو سړکونو اساسي ترمیم او بیارغونې ته پاملرنه وکړي.
د مارچ پر نهمه، مازدیګر مهال په لوړ ولور د ښځو د ودولو د ټولنیزو زیاتونو په اړه د عامه پوهاوي د کمپاین په خاطر یو موټریز کاروان، چې یو شمېر بایسکل ځغلونکو يې ملتیا کوله، د ښار په عمومي جادو او کوڅو کې لاریون وکړ.
د افغانستان په خوست کې دا ځل د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ځايي چارواکو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د یو شمېر وژل شویو سرتیرو میندو، اولادونو او میرمنو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته شوې ده.
د مارچ پر اوومه د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو نجونو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل، چې افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي.
د شنبې ورځې په واورینه او سړه هوا کې د خوست جرګو په تالار کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو خواوشا دوه سوه ښځې راټولې شوې وې او غوښتنه يې وکړه، چې وسلوال طالبان دې افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کیني.
د فبرورۍ پر ۲۶مه د خوست مدني فعالانو او ځوانانو د نیالګیو د کېنولو په یوه مېله کې له خلکو وغوښتل، چې د سپرلي پدې شپو ورځو کې نیالګي کېنوي او پدې توګه د خپل چاپیریال په سمسورتیا کې برخه واخلي.
د افغانستان لپاره د ناورې کمېټې د قابله ګۍ او نرسنګ له ښوونځي څخه ۵۳ نرسانې او قابله ګانې فارغې شوې.
نور وښیئ