د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو مشورتي لويې جرګې ته خپل استازي وروپېژندل


خوستوال مشورتي لویې جرګې ته خپل استازي ټاکي.
خوستوال مشورتي لویې جرګې ته خپل استازي ټاکي.

د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د خوست ولایتي شورا غړو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې مشورتي لويې جرګې ته يې د رڼو ټاکنو له لارې په ټولو لیرې او نږدې ولسوالیو کې استازي ورپيژندلي دي.

دوی وویل، د سولې د عالي شورا د سهیمې سره سم خوستیو ولسونو خپل دېرش استازي چې درېیمه برخه يې ښځې تشکیلوي، مشورتي لويې جرګې ته انتخاب کړل.

د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان د رسنیو استازو او خبریالانو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې په ټولو ولسوالیو کې د مشورتي لويې جرګې د استازو د ټاکلو لپاره د خلکو ونډه د پام وړ وه.

نوموړيمشورتي لويې جرګې ته له بریالیو استازو وغوښتل، چې په جرګه کې د خلکو غوښتنو ته په ښه ډول انعکاس ورکړي.

په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره د خوست دریو مرکزي واحدونو ته ۷ کسان، اسماعیل خېلو، مندوزیو او تڼیو ته ۳- ۳، صبریو ته ۴، نادرشاه کوټ، تریزیو او علي شیرو ، ځاځي میدان او موسی خېلو ته ۲- ۲ همدارنګه سپېرې، قلندر، ګربزو، باک او شمل دوه منده ولسوالیو ته د ۱-۱ کسانو ونډه ورکړل شوې وه.

د ولایتي شورا غړي شکرالله بابکرخېل همپه ټاکنو کې د خلکو ونډه د پام وړ وبلله او ويې ویل، چې په د حاضرو خلکو په منځ کې شفافې ټاکنېوشوې.

د ده په وینا چې خلک له جګړو ستړي شوي او د سولې مشورتي لويې جرګې اغېزمنو پرېکړو ته يې تمه ده.

د ولایتي شورا ښځینه غړې زهره جلال بیا د مشورتي لويې جرګې په ترکیب کې د یاد ولایت د استازو ونډه کمه وبلله او غوښتنه يې وکړه، چې په راتلونکې کې د خوست نفوسو ته په کتو يې ونډه ډېره کړي.

په خوست کې به مخکې خلکو ته تر ډېره لویو جرګو او مهمو ملي پرېکړو کې ګډون لپاره خپل مخور او متنفذ شخصیتونه ورلیږل، خو دا ځل په ټاکنو کې ډیری روڼ اندو او ځوانانو د خلکو اعتماد خپل کړی دی.

پدې ځوانانو کې یو هم مرجان هڅاند دی، چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو اوسیدونکو لخوا مشورتي لويې جرګې ته ورپيژندل شوی.

نوموړی پدې اړه چې وسلوالو طالبانو له خلکو غوښتي، چې پدې جرګه کې ګډون ونکړي، وویل، د مشورتي لويې جرګې د باور او مشروعیت لپاره د خلکو د حقیقي استازو ګډون مهم دی.

دی زیاتوي خلک، طالبان او حکومت باید لدې فرصت څخه د خپلو غوښتنو د انعکاس لپاره استفاده وکړي: ((په دې لویه جرګه کې که طالبان ګډون وکړي او یا يې ونکړي، خو که ولس په کې په پراخه کې کچه ګډون وکړي، نو دا جرګه خامخا د طالبانو په دریځ تاثیر لري، د دې لپاره چې دا جرګه هم د طالبانو په ګټه وای او هم عدالت په کې تامین شوی وای، نو طالبان باید راغلي وای په جرګه کې يې ګډون کړی وای او خپل غږ يې خلکو ته رسولی وای، چې طالبان څه غواړي، د افغانستان خلک څه غواړي او حکومت څه غواړي.))

د مشورتي لويې جرګې ته یو بل بریالی شوی ځوان همایون دوست وايي، چې د وسلوالو طالبانو ګواښ او خبره به په هغو سیمو کې پر خلکو تاثیر ولري، چې د طالبانو فعالیتونه په کې ډېر دي، خو په عموم کې يې تاثیرات لږ دي، ځکه افغانان جرګې خپل تاریخي ارزښت بولي.

دی زیاتوي، په راتلونکې مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي او پدې اړه دوی ته ګواښونه مهم نه دي.

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د میکانیزم او چوکاټ د رامنځته کولو په خاطر د ثور په ۲۹ مه، چې د اپریل د روانې میاشتې له ۲۹ مې سره برابره ده، په پلازمینه کابل کې مشورتي لویه جرګه رابللې ده.

په مشورتي لویه جرګه کې چې له ټول افغانستان خواوشا دونیم زره استازي برخه اخلي، درېیمه برخه به يې ښځې وي او څلور ورځې به دوام پیدا کړي.

مشورتي لويې جرګې ته د ټولټاکنو د ورته بهیر له لارې د استازو د معرفي کولو کار ولایتي شوراګانو ته سپارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG