د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور څلور تنه نیول شوي


خبریال سلطان محمود خیرخواه

د خوست ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، چې د یوه خصوصي تلویزیون د خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور یې څلور کسان نیولي دي.

خیرخواه د مارچ پر پنځلسمه د خوست ښاراړوند سیمه کې د دوو موټرسایکل سورو په وسلوال برید کې وژل شوی وو.

نن د دوشنبې په ورځ د خوست د ملي امنیت ریس ډګروال محمداشرف ساپي د خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د خیرخواه په وژنه کې د پاتو تورنو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

ده زیاته کړه:

(د خیرخواه صیب د وژنې په تور ۴ عاملین يې نیول شوي او دوه نفره پاتې دي، دوی اعتراف لري، پدې اړه چې دا کار موږ کړی ده، نو انشاالله پدې ارتباط زموږ نور کار هم جریان لري، متباقي افراد هم دستګیروو، خو اوس له موږ نه پټ شوي دي.)

د خوست ملي امنیت ریس که څه هم په خپلو څرګندونو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره د تیاریو خبره وکړه، خو په دا وروستیو کې يې د مخالفینو لخوا په هدفي وژنو کې د بې غږه تومانچو استعمال د انديښنې وړ وباله.

ده وویل، چې تېره اونۍ امنیتي منسوبینو د دا ډول دوو پېښو مخه ونیوه. د ده په وینا چې یو ځای د دوی پر یوه سرتېري برید وشو، چې هغه د خپلې وسلې په مټ وتوانیده، چې بریدګر ونیسي. همدارنګه بل ځای دوه نور کسان د دو بې غږه تومانچو سره لاس په لاس ونیول شول.

د خوست د ملي امنیت ریس د یاد ولایت په یوشمېر سیمو کې د پوځي عملیاتو خبره هم وکړه او ويې ویل، چې د خلکو د امنیت خوندیتوب لپاره به هڅې ډېرې کړي.

ډګروال محمداشرف ساپي په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل، چې له پوځي ادارو سره د امنیتي پېښو او تهدیونو په اړه د مالوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي.

په خوست کې امنیتي چارواکي داسې مهال له رسنیو سره خپلې یوشمېر لاسته راوړنې او د ځینو امنیتي تدابیرو خبره شریکوي، چې په یاد ولایت کې د هدفي وژنو په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په چينايانو واده شويو پاکستانيو ښځو څه تېر شوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG