د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په پار د غمشریکۍ ماښام


په خوست کې د مارچ پر۱۳مه ماښام د یو شمېر مدني فعالانو، ځوانانو او روڼ اندو لخوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یو مشر ارمان لوڼي د وژل کیدو د څلوېښتۍ په پار غونډه جوړه شوې وه.

د غمشریکي یاد ماښامۍ، چې په شاهي دربار کې جوړ شوی وو، ویناوالو د پښتون ژغورنې د غورځنګ په یو کلن مزل، د پاچا خان د عدم تشدد د مبارزې او په اوس وخت کې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو پر سوله ییزو لارو چارو بحث وشو.

د یاد پروګرام یو تابیا کوونکي فریدالله قربان مشال راډیو سره په خبرو کې محمدابراهیم ارمان لوڼی د درستو پښتنو د ژغورنې شهید وباله او غوښتنه يې وکړه، چې د ده د وژنې قضیه دې وڅېړل شي.

قربان دا هم وویل، چې په راتلونکې کې دې د دا ډول قضیو د پېښيدو مخه دې ونیول شي:

((ارمان لوڼی د پښتنو شهید دی، هغه د پښتنو د ژغورنې شهید دی، دا چې نن د هغه د شهادت څلويښتمه ده، د ټولو پښتنو او د ټول انسانیت غوښتنه ده، چې د هغه د شهادت قضیه دې وڅيړل شي او په راتلونکې کې دې د داسو قضیو مخه ونیول شي.))

مدني فعال همایون دوست د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو غوښتنه وکړه، چې په ټوله کې دا ډول ظلمونه او وژنې وغندي او یاده قضیه دې په جدیت سره وڅيړي.

یو عمومي بحث، چې په دا ډول ناستو کې ډېر مطرح کیږي، هغه د پښتنو د حقونو د تامین لپاره د مبارزې د دوام او د بې عدالتیو پر وړاندې د غږ اوچتول دي.

د ارمان د لوڼي د څلويښتۍ په ماښامي کې یو بل ګډونوال قادرشاه انصاري وویل، د پښتنو مبارزه به تر هغه روانه وي، چې پښتانه د خپلو ټولو حقونو څخه برخمن شي.

یو بل مدني فعال همایون دوست هم ورته خبره وکړه او يې ویل، د پولې د دواړو غاړو د پښتنو مبارزه به تر هغه روانه وي، چې پښتانه د خپلو ټولو حقونو خاوندان شي او د دوی سره هر ډول ظلم او زیاتی ختم شي.

بلخوا پر چار نظر لرونکي پدې باور دي، تر هغه چې پښتانه خپلې مبارزې په علمي رویشونو بناء نه کړي، د دوی مبارزې به له ستونزو او ننګونو سره مخامخې وي.

د نظر خاوند مرجان هڅاند وايي، منظور پشتین خپله مبارزه په علمي اساساتو بناء روانه کړې ده، ځکه هغه د خپل پښتون ټبر تاریخ ښه لوستی دی، که دا اساسات ټول پښتانه وکاروي، نو نه یوازې پښتانه به خپلو حقونو ته لاسرسۍ پیدا کړي، بلکې دوی ورباندې یو موټی کیدلی هم شي.

ده زیاته کړه: ((موږ باید پوۍ شو، چې د پښتنو تېر تاریخ څه دی، کومې تیروتنې يې کړي دي، کوم نفاق چې دوی په خپل بدن کې روزلی، کولی شي هغه مطالعه کړي او د اتفاق لپاره خپلې نوې طرحې عملي کړي.))

د چارشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یو مشر ارمان لوڼي د وژنې د څلوېښتمې په اړه په یو شمېر پښتون میشتو سیمو، پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې غونډې، علمي سیمینارونه او نور محفلونه جوړ شوي ول.

XS
SM
MD
LG