د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو پر بایسکلونو د ولور ضد لاریون وکړ


خوست کې د ولور خلاف په موټرو او بایسېکلونو لاریون وشو.

خوست ـ د مارچ پر نهمه، مازدیګر مهال په لوړ ولور د ښځو د ودولو د ټولنیزو زیاتونو په اړه د عامه پوهاوي د کمپاین په خاطر یو موټریز کاروان، چې یو شمېر بایسکل ځغلونکو يې ملتیا کوله، د ښار په عمومي جادو او کوڅو کې لاریون وکړ.

لاریونوالو چې «ولور ته نه ووايئ» شعارونه يې له ځانونو سره لېږدول، له خلکو قومي مخورو، دیني عالمانو، روڼ اندو او د ټولنې له نورو قشرونو وغوښتل، چې د لوړ ولور ناوړه دود پای ته ورسوي او پدې توګه خپلې ټولنې ته هوساینه او خوشالي ورپه برخه کړي.

د خوست د اولمپیک امر عزیز ملنګ چې د بایسکل ځغلونکو له ټیم سره یو ځای يې پدې لاریون کې ګډون کړی وو، مشال راډیو وویل، چې لدې پروګرامه يې موخه داده، چې خلکو ته د ولور د کمولو پیغام ورکړي.

د لاریون ګډونوال پر سایکلونو ښار کې وګرځېدل
د لاریون ګډونوال پر سایکلونو ښار کې وګرځېدل

د نصیب الله په نوم یو بل ځوان لاریونوال وايي، چې د لوړ ولور او نورو اقتصادي ستونزو له کبله يې تر اوسه واده پاتې دی.

دی زیاتوي، د ولور د پیسو د پیدا کولو لپاره یو شمېر ځوانان بهر ته ځي، ځکه په نن سبا اقتصاد کې د اته یا نهه لکه افغانیو پیدا کول بیخي سخت دي.

د خوست د ښځو چارو رئیسې ملالۍ ولي له کورنیو وغوښتل، چې د خپلو لوڼو او خویندو مقام او منزلت وپيژني او هغوی دې د ولور په نوم نه خرڅوي:

"له کورنیو مو هیله داده چې خپلې لوڼې د حیوان په شکل خرڅې نه کړي، ځکه هغوی ځانته مقام لري، لوړ ولور د هغه کورنۍ اقتصاد ته ډېر زیان رسوي، هغه جینۍ چې بیا هغې کورته ځي بیا له بدبختۍ، فقر او تاوتریخوالي سره مخامخیږي."

د ولایتي شورا غړې زهره جلال چې دیني زده کړې لري، وايي پدې ټولنه کې عرف داسې دي، چې په لوړ ولور کورنۍ فخر کوي.

دا زیاتوي، دا ډول کورنۍ د خپلو نجونو د راتلونکې په اړه فکر نه کوي، نو کچیرې حکومت يې مخه ونه نیسي، د دې ټولنیزو ستونزو لمن به پراخه شي.

د خوست والي حلیم فدايي هم په لاریون کې برخه لرله
د خوست والي حلیم فدايي هم په لاریون کې برخه لرله

که څه هم څو ځلې مخکې په ورته توګه په خوست کې د ولور د کمیدو په اړه یو شمېر قومي پرېکړې شوي، خو بیا يې پلي کیدل نه دي تعقیب شوي او کرار-کرار یادې پرېکړې خلکو ماتې کړي دي.

د خوست والي حلیم فدايي، چې «ولور ته نه ووايئ» د لاریون نوښت يې کړی وویل، غواړي لدې لارې خلک د ښځو هغو حقوقو ته متوجه کړي، چې اسلام او انسانیت ورکړي دي.

ده وویل، په دویم ګام کې به د عامه پوهاوي دا پروګرامونه ولسوالیو ته وغځوي او وروسته به پدې باب له قومونو تړونونه وغواړي، چې بالاخره د همدې تړونونو پر مټ به د لوړ ولورختمولو ته لاره هواره شي.

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

راولپنډۍ کې د مومندو نهه کلن ماشوم مړ موندل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:12 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG