د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ښاریان د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي


د خوست ښار
د خوست ښار

په خوست ښار کې موټر چلوونکي او ښاریان د دغه ښار د سړکونو له خرابوالي شکایت لري او غوښتنه کوي، چې حکومت دې د یادو سړکونو اساسي ترمیم او بیارغونې ته پاملرنه وکړي.

دوی زیاتوي، په ښار کې د سړکونو د خرابوالي له امله دوړې او خټې ډېرې زیاتېشوي، چې ښاریان او دایمي کاروبار یان يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په خوست ښار کې لاس پلورونکي او هغه کسان چې د سړک تر غاړې کاروبار کوي وایي، د سړکونو د خرابوالي څخه د ورپيښو ستونزو له کبله نشي کولی خپل کارو وبار په سم ډول ترسره کړي.

ولي خان د سړک په غاړه نایي توب کوي او عبدالجبار د سړک تر غاړې کاربار لري.

دوی مشال راډيو ته وايي:

((کله چې ښاروالۍ سړکونه مینځي یا يې موږ اب پاشي کوو، یا باران وشي، نو دلته اوبه ډنډیږي، دلته چې موټر راشي څریکې يې پر موږ هم راشي، د چا سره لانجې نشو کولی، ځکه موږ غریب خلک یو.

دا سړکونه ډېرې ستونزې لري، اول خو خټې وي، که بیا خټې نه وي نو ګردونه وي، پدې ځای کې ښځو، ماشومانو او لویانو ټولو ته ستونزه وي او موږ ته هم ګاډي ناولې اوبه راپاشي.))

په خوست ښار کې د ګاډو ډریوران هم وایي، چې د بارانونو او اورښت په وخت کې يې ګاډي خټې او په خوستواله لهجه چېکړې الوزوي چې د خلکو د اذیت او ستونزو سبب ګرځي.

دویله مسؤلینو غوښتنه کوي چې د سړکونو بیارغونې او اساسي ترمیم ته جدي پام وکړي.

د عبدالرازق په نوم یو موټر چلوونکی وايي، چې د ښار د منځ سړکونه ډېر خراب دي او ښاریان په خټو او ګردونو کې وي.

دده په وینا د ګاډو ګڼه ګوڼې او د سړکونو خرابوالي د خلکو ستونزې بیخي ډېرې کړي دي.

بلخوا د خوست ښاروالۍ مسوولین هم مني چې د دغه ښار سړکونه خراب شوي خو وایي، چې د کافي بودیجې د نشتون له امله نشي کولی په یو کال کې ټول سړکونه ورغوي.

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي وویل:

((د خوست ښار سړکونو رغونه ۶ میلیونه ډالرو ته ضرورت لري او د ښاروالۍ کلنۍ بودجه1.7میلیونه ډالره ده، د ښار په درې کلن انکشافي پلان کې مو د ښار سړکونه ورکړي دي، بله برخه چې موږ ډېره تکیه پرې کوو، هغه د نړیوال بانک مرستې دي، موږ هیله من یو چې په نوي لمریز کال کې به دوی موږ سره د زیاترو سړکونو په رغولو کې مرسته وکړي.))

د هېواد د نورو سیمو په څېر خوست کې هم ډېری جوړ شوي سړکونه خراب او کنډو کپر شوي، چې سیمه وال يې لامل د سړکونو ټیټ کیفیت، په پروژو کې فساد او د پروژو د کار له جریان څخه د فني کسانو په واسطه د مسوولو ادارو د منظم نظارت نشتون بولي.

XS
SM
MD
LG