د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر به په خوست کې د باچاخان پوهنتون د بسنټ ډبره ږدي


خوست
خوست

د افغان حکومت چارواکي وايي، چې په خوست کې د باچا خان نړیوال پوهنتون د جوړولو لپاره ځایونه په نښه شوي او د ولسمشر په راتلونکې سفر کې به يې د بنسټ ډبره کېښودل شي.

چارواکي زیاتوي، له مخکې د باچا خان پوهنتون پر اکاډمیک پلان کار روان دی او هڅه کیږي، چې پدې پوهنتون کې د ساینس، ټکنالوژۍ، ټولنیزو او اقتصادي علومو د زده کړو برخې په پام کې ونیول شي.

د افغان حکومت چارواکو دا څرګندونې د اپريل پر ۲۱ مه نېټه د خوست د حکومت د رسنیو په مرکز کې وکړې.

د چارو د ادارې تخنیکي معین خان ولي خان بشرمل د رسنیو خبریالانو او استازو ته په خبرو کې وویل:

((کوښښ به دا وي، چې د ټکنالوژۍ په برخه کې، د ساینس په برخه کې او په عین حال کې په ټولنیزو او اقتصادي علومو کې ډېره پاملرنه وشي، نو کوښښ به دا وکړم کله چې جناب رئیس صیب جمهور خوست ته تشریف رواړي، د ده پوهنتون ډبره کېښودله شي.))

پاچا خان پوهنتون د جوړولو لپاره سیمې ټاکل شوې او پدې سره د دغه پوهنتون په اړه چې کوم خیال وو، اوس هغه په عمل باندې بدلیږي.
خليم فدايي

خان ولي خان بشرمل په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به خوست ته برښنا ورسیږی، صنعتي پارک زیربناوو په کارونو کې به پرمختګ وشي، کارموندنې ته به اساسي کار وشي، چې دا ټولې برنامې د نظام او ادارو د جوړولو لپاره مهمې دي.

خوست ته له پلازمینې کابل څخه د ولسمشر د کړو ژمنو د عملي کولو د ارزوني پلاوي په ترکیب کې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله، خواجه عمر، د ځمکو د چارو مرستیال ګل الرحمن توتاخېل، د اسان خدماتو ريیس او یو شمېر نور چارواکي شامل دي.

په خبري ناسته کې خوست والي حلیم فدايي هم وویل، چې د پاچا خان پوهنتون د جوړولو لپاره سیمې وټاکل شوې او پدې سره د دغه پوهنتون په اړه چې کوم خیال وو، اوس هغه په عمل باندې بدلیږي.

دی وايي، دې کار لپاره به یو تخنیکي ټیم ورځي خو د پوهنتون ایجادول لدې کبله چې دا یو اکاډمیک مرکز دی، وخت نیسي او ولس باید حوصله ولري.

ښاغلي فدايي د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو په باب وویل، چې پدې باب د افغانستان د حکومت له لوري ټول مسایل يې نهايي شوي او یوازې د دواړو هېوادونو پروتوکولو ته موضوع پاتې ده.

د خوست نړیوال هوايي ډګر لپاره د یو معیاري ټرمینل د جوړولو چارې هم پیل شوې او په لنډو ورځو کې به يې د کارونو د پیل رسمي پرانیسته وشي.
خوست والي

خوست والي زیاته کړه، د دې لپاره چې د خوست هوايي ډګر په نړیوال معیار شي، دونیم زره جریبه ځمکه يې لس زره جریبه شوه او د ښار جوړونې او اراضۍ د وزارت له لوري ورته رسمي اسناد وسپارل شول.

دده په خبره چې د خوست د نړیوال هوايي ډګر لپاره د یو معیاري ټرمینل د جوړولو چارې هم پیل شوې چې په لنډو ورځو کې به يې د کارونو د پیل رسمي پرانیسته وشي.

خوست ته د ولسمشر غني له وروستي سفر وروسته د ده د ژمنو د عملي کولو د ارزونې لپاره دا دویم ځل دی، چې یو لوړ پوړی حکومتي پلاوی خوست ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG