د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: که ښکیلې غاړې سوله غواړي نو جګړه ودروي


په خوست کې د سولې په اړه غونډه
په خوست کې د سولې په اړه غونډه

د اپریل پر نهمه د خوست شاوخوا څلور سوه قومي مخورو، دیني عالمانو او روڼ اندو د یوې غونډې له لارې د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ، که سولې ته رښتیني ژمنتیا لري، نو د یو بل پر وړاندې دې له ماشو ګوتې لیرې کړي.

دوی وویل، کچیرې افغانان په خپله د جګړې د ختمولو قوي اراده ونلري، دلته تلپاتې سوله نشي راتللی.

یاده ولسي غونډه چې په خوست کې د یووالي او بدلون کاروان په بلنه جوړه شوې وه، ویناوالو ویل، چې د مسکو په تېره او د قطر په راتلونکې ناسته کې چې د افغاني ډلو او شخصیتونو په منځ کې به د سولې پر مسایلو بحث وشي، د دوی مخورو او دیني عالمانو ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د یاد بنسټ مشر عبدالولي واحدزي مشال راډیو ته وویل، پدې ځای کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي اوسیدونکو په یو غږ وویل، چې نور افغانان له جګړو ستړي شوي او دې هېواد ته باید تلپاتې سوله راشي.

نوموړي زیاته کړه: ((په جګړه کې ټولې ښکیلې خواوې که په رښتیا سولې ته ژمن وي، نو دا بیا مانا نلري، چې له یوې خوا په قطر کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې روانې وي او له بلې خوا دلته د طالب په نامه خلک وژل کیږي او یا طالبان راځي د افغانستان د اردو په نوم او یا د نړیوالو ځواکونو د ملاتړو په نوم افغانان وژني، دا ظلم او جفاء ده.))

واحدزي وړاندې وویل، که ښکیلې خواوې سولې ته رښتینې ژمنتیا لري، لومړی دې د خپلو وسلو له ماشو ګوتې لیرې کړي، بیا نو ضرورت نشته، چې شپې دې بمبارۍ کیږي او چاپې دې اچول کیږي او یا د طالبان راځي په بالامرغاب دې برید کوي.

خوست او لویه پکتیا په تاریخي لحاظ د جرګو او مرکو کور بلل کیږي.

د ځدراڼو د قوم یو مشر عبدالنصیر حقمل وویل،د لویې پکتیا مشران او دیني عالمان کولی شي، په هېواد کې د روانې جګړې په ختمولو کې مثبت رول ولوبوي، خو د سولې پهخبرو اترو کې نه مخکې او نه اوس دوی ته د ګډون بلنه ورکړل شوې.

دیني عالم مولوي محمدیونس فاروقي په خپلو خبرو کې د افغانان د یووالي غوښتنه وکړه او ويې ویل، چې له سولې مخکې دې اوربند وشي، وسلې دې په ځمکه کېښودل شي او بیا دې د سولې په اړه اساسي خبرې وشي.

په غونډه کې استاد امیر بهیر هم خبرې وکړې او د غونډې پر ګډونوالو يې غږ وکړ، چې د خپل ولس او هېواد لپاره د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

ده وویل، کچیرې د جګړې ښکیلې خواوې له امتیاز غوښتنو تیر نه شي، نو جګړه به دوام پیدا کړي، ځکه پردي خلک دې هېواد ته سوله نه راولي.

یاده دې وي، د خوست قومي مشرانو او دیني عالمانو داسې مهال د جګړې له ښکیلو خواوو څخه د خپلو وسلو له ماشو د ګوتو د لیرې کولو غوښتنه وکړه، چې څو ورځې وړاندې په ورته توګه یو شمیر خوستیو پیغلو او میرمنو هم د جګړې له طرفونو غوښتي ول، چې د سولې تر دایمي هوکړې مخکې اوربند ته غاړه کیږدي.

XS
SM
MD
LG