د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان او بهرنیو ځواکونو همغږي باید ډېره شي'


په لوګر کې د افغان او بهرنیو ځواکونو غونډه.
په لوګر کې د افغان او بهرنیو ځواکونو غونډه.

د مارچ پر ۱۲مه د لوګر ملکي او پوځي چارواکو په یاد ولایت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د عمومي قوماندان د مرستیال اډمېلر په مشری ورغلي پلاوي څخه وغوښتل، چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د لوګر له امنیتي او کشفي ادارو سره همغږي ډېره کړي.

په لوګر کې د تندر قول اردو د څلورمې لواء قوماندان جنرال رازق ساپي مشال راډیو ته وویل، چې په دې لیدنه کې د یاد ولایت د ټولو ملکي او پوځي مسوولینو ټېنګار په دې وو، چې شپېني او نور پوځي عملیات باید د لوګر د مسوولو ادارو سره په همغږۍ کې وشي.

ساپي زیاته کړه، دوی ته د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندان د مرستیال اډمېلر ځواب همدا وو، چې هغوی پوره هڅه کوي، تر څو په عملیاتو کې ملکي خلکو او د ملکیانو کورونو ته زیان ونه رسیږي.

رازق ساپي وویل: ''دوی په خپله په دې تاکید وکړ، چې موږ ډېر زیات کوښښ او تلاش کوو، چې ملکي تلفات ونلرو، له بمبارد نه ډېر کوښښ کوو چې مخنیوی وشي، او په هغو سیمو کې بمبار ونشي، چې ملکی خلکو ته په کې زیان رسیږي او هلته کورونه موجود وي.''

د لوګر مرستیال والي محمدنبي احمدزي وايي، چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د چارواکو د ورتګموخه همداوه، چې د دوی تر منځ همغږي وشي او هغه ستونزې چې شته، په ګډه ورته حل لارې پیدا کړي.

لوګر چې له نسبتاًنا امنو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، ډېر کله په کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوايي بریدونو او یا په خپله د افغان ځانګړو ځواکونو په شپینیو عملیاتو کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو پيښې رامنځته کیږي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزی هم دا خبره کوي او وايي، چې په لوګر کې په هوايي بریدونو او عملیاتو کې ملکیان ډېر تلفات لري او په همدې خاطر يې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له چارواکو وغوښتل، چې پدې برخه کې لازم دقت وکړي:

''موږږ په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ډېر ملکي تلفات لرو، د ولایتي شورا غوښتنه هم داوه چې دوی باید لازم دقت وکړي، هلته که د دولت مخالفین ځي او یو کور څخه استفاده کوي، په هغه کور کې ښځې او ماشومان په کې وي، نو دوی باید هغه ځای ټارګېټ نه کړي، تر هغه چې دوی له هغې ساحې ووځي نو بیا دې خپل عملیات وکړي.''

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوړپوړي چارواکي داسې مهال لوګرته سفر کوي چې د دغه ولایت یو شمېر سیمې د وسلوالو طالبانو په واک دي او هغوی د دغه ولایت د ځینو لیرې ولسوالیو او سیمو له لارې په پلازمینې کابل او شاوخوا ولایتونو کې د بریدونو په ګډون لدې سیمو د وسلو او مهماتو د اکمالاتو لپاره هم ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG