د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي پیغلې او ځلمې د سولې په ملاتړ راوتي


په خوست کې غونډه
په خوست کې غونډه

د مارچ پر اوومه د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو نجونو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل، چې افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي.

دوی زیاتوله، د سولې په روانو خبرو اترو کې باید د افغانانو غوښتنې او د هغوی راتلونکی په پام کې ونیول شي، نه دا چې راتلونکې ممکنه سوله د ګاونډیانو او د سیمې د هېوادونو د ګټو او غرضونو قرباني شي.

یاده ناسته چې د روښانه ځوانانو د مدني ټولنې په بلنه جوړه شوې وه، ویناوالو د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول او د حکومت په مدیریتي چارو کې د هغوی د ونډې د ډېریدو غوښتنه هم وړاندې کړه.

د روښانه ځوانانو د ټولنې مشر وحیدالله نواب زوی مشال راډیو ته د دې ناستې د موخو په باب وویل:

(( ځوانان د سولې له وروستیو هڅو ملاتړ کوي، خو داسې سوله غواړي چې د افغانانو په ګټه وي، نه دا چې په هغه کې د ګاونډیانو او نورو هېوادونو هدفونه په پام کې ونیول شي.))

ښاغلی نواب زوی پر وسلوالو طالبانو هم غږ وکړ، چې د پردیو پر ځای افغان حکومت سره خبرو اترو او مذاکراتو ته تیار شي.

نوموړي د افغان حکومت لخوا د ځوانانو لپاره دکاري فرصتونو برابرول هم یوه مهمه اړتیا وبلله او غوښتنه يې وکړه، چې دې برخې ته دې پاملرنه ډېره شي.

د خوست یوې مدني فعالېشګوفه د ښځو لخوا غوښتنه وکړه، چې د سولې په خبرو اترو کې دې ښځو ته هم ونډه ورکړل شي.

دې وايي، ښځې داسې سوله غواړي چې په هغه کې د دوی د زده کړو او کار حقونه تضمین شي.

د غونډې په پای کې یو څلور ماده ییز پرېکړه هم صادرشو، چې په هغه کې د هغو هڅو او کوښښونو ملاتړ شوی، چې پدې وروستیو کې په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې لپاره پیل شوي دي.

یاد پرېکړه لیک چې د مدني فعال روح لخوا ولوستل شو په کې راغلي، چې د سولې ټېنګښت او د نظام په مدیریتي چارو کې د ځوانانو د ونډې ډیریدل پدې هېواد کې د ناخوالو د ختمیدو او هر اړخیزو پرمختګونو سره مرسته کولی شي.

په پرېکړه لیک کې زیاته شوې، د غونډې ګډونوال او ځوانان پدې وروستیو کې د نظام په مدیریتي چارو او نورو ټولنیزو پرمختګونو کې پر ځوانو کدرونو د باور قدر کوي، خو دا ونډهد قناعت وړ نه بولي.

په پرېکړه لیک کې د ښځو رول ته هماشاره شوې او ویل شوي دي، چې په وروستیو کلونو کې ښځو هم په پراخه کچه زده کړو ته مخه کړې او د دندو د پیدا کولو لیوالتیا يې ډېره شوې، نو بایده دي، چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه د سولې په پروسه هغوی ته ونډه ورکړي او د افغاني ټولنې د کلتوري ځانګړنو په رڼا کې د کار او زده کړو شرایط هم ورته برابر کړي.

XS
SM
MD
LG