د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ۵۳۵ ځوانانو د کمپیوټر او انګلیسي وړیا زده کړې وکړې


د خوست والي ځوانانو ته د اسنادو ورکولو پر مهال
د خوست والي ځوانانو ته د اسنادو ورکولو پر مهال

د افغانستان د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې ۵۳۵ ځوانانو د کمپیوټر او انګریزی ژبې شپږ میاشتنۍ وړیا زده کړې بشپړ کړې او د اپرېل پر شپږمه یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د یاد ښوونیز مرکز مسوولین وايي د دې ځوانانو کورنۍ اقتصاد کمزوری وو او په شخصي ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې يې د زده کړو مالي توان نه لاره.

بل لوري ته د دې پروګرامفارغان وايي، چې پخوا يې کمپیوټر او انګریزي ژبه زده نه وه،خو اوس کولای شي، په دفتري او شخصي کارونو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز مشر جاوید خان مشال راډیو ته وویل، دا پروګرامونه د هغو ځوانانو لپاره وي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله په شخصي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو امکانات نه لري، خو په لنکن ښوونیز مرکز کې ورته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.

جاوید خان زیاته کړه چې په راتلونکې کې هم پلان لري چې په ورته توګه د کلیو، بانډو او لیرې پرتو سیمو څخه نورې نجونې او هلکان د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړو لپاره جذب کړي.

د یاد ښوونیز مرکز یو تن روزونکی تاج محمد وايي دوی ته د کمپیوټر په برخه کې هغه مروج پروګرامونه چې په دفترونو کې ورته ډېره اړتیا ده تدریس شوي دي.

د یاد مرکز درې تنه فارغان معصوم باتور، رحیم ګل او محب الله په خپلو خبرو کې خپلو شپږ میاشتنیو زده کړو ته خوشاله دي او وايي اوس له کمپیوټر او انګلیسي ژبې څخه په شخصي او دفتري چارو، کار وبار او زده کړو کې ګټه پورته کولای شي.

دوی زیاتوي، پخوا د ټکنالوژۍ او کمپيوټر له کارونې سره پوره بلد نه ول، خو اوس کولای شي، ورڅخه استفاده وکړي.

د مرکز د انګلیسي ژبې یو استاد جمال ناصر اصیل زوی وايي انګلیسي او ټکنالوژي د اوسني عصر د زده کړو له مهمو عناصرو څخه دي او په نشتون کې يې نشو کولای چې په اسانۍ خپلو موخو ته ورسیږو.

د خوست په مرکز او ولسوالیو کې زیات شمېر د کمپيوټر، انګلیسي ژبې، ساینس او د کانکور د تیاریو کورسونه موجود دي، چې ګڼ ځوانان په کې په فارغو وختونو کې زده کړې کوي، خو د لنکن ښوونیز مرکز تر څنګ ځينې نور مدني بنسټونه او مستقل سوداګر او شخصیتونه هم شته، چې په خپلو شخصي لګښتونوبې وزله او غریبو ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG