د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د خبريال سلطان محمود خیرخواه جنازه خاورو ته وسپارل شوه


خوست کې د ژمن په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه
خوست کې د ژمن په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه

په خوست کې د ژمن په نوم د یو خصوصي تلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه چې د مارچ پر ۱۵مه د ناپېژاندو وسله والو لخوا ټپي وو، تېره شپه د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

سلطان محمود خیرخواه چې شوخوا ۶۰ کاله عمر يې لاره، له تېرو ۱۵کلونو په سیمه ییزو تلویزیونو کې ټولنیزې پرمخ بیولې او له دوه کلونو راهیسې يې د ژمن په نوم د یو خصوصي تلویزیون سره د اهونو د خپرونې د چلوونکي په توګه کار کاوه.

سلطان محمود خیرخواه د مارچ پر ۱۵مه کور ته په لاره وه، چېاداري کمپلیکس ته په نېږدې سیمه کې د مخ پټو موټر سایکل سورو لخوا ورباندې ډزې وشوې او سخت ټپي شو چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د خیرخواه د جنازې مراسمو ته، چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ډډوالو په سیمه کې نن [د مارچ ۱۶مه] ترسره شول، زرګونه خلک په ځانګړي ډول هغه یې وزله او معیوبین چې ده به ورسره مرسته کوله، ورغلي ول. له جنازې مخکې یو شمېر ویناوالو په خپلو خبرو کې سلطان محمود خیرخواه د رسنیو سره د کار په خوا کې یو پيژندل شوی ټولنیز او فرهنګي شخصیت یاد کړ.

نوموړي د غریبو او بې وزلو کورنیو پر ستونزو خپرونې کولې او له خلکو راټولې شوې مرستې به يې هغوی ته رسولې.

سلطان محمود خیرخواه یو ځل مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي ول، چې د خپل کار په موده کې يې تر ۴۰ میلیونو افغانیو پورې مرسته له خلکو راټوله کړې او پر بې وزلو کورنیو او یتمانو يې ویشلې ده.

نوموړی د همدې خپرونې له کبله په خوست کې ډېر مشهور وو او خپرونې يې زیات مینه وال لرل.

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول پر فیسبوک سلګونو کسانو د خیرخواه پر وژل کیدو خواشیني څرګنده کړې او له حکومته يې غوښتي چې یاده پېښه وڅیړي او په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.

بلخوا د خوست والي ویاند طالب منګل ویلي، چې ولایتي ادارې امنیتي او کشفي ادارو ته لارښوونه کړې، چې پېښه په جدیت سره وڅیړي، د پېښې عامیلن پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

ټاکل شوې د سلطان محمود خیرخواه جنازه د مارچ پر۱۶مه د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په ډډوالو کې د دوی په پلرنی هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

تر اوسه هېڅ کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG