د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره مرسته وشوه


د خوست والي حلیم فدايي د مرستو وېشلو پر مهال
د خوست والي حلیم فدايي د مرستو وېشلو پر مهال

د افغانستان په خوست کې دا ځل د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ځايي چارواکو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د یو شمېر وژل شویو سرتیرو میندو، اولادونو او میرمنو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته شوې ده.

د خوست والي حلیم فدايي د یو شمېر ښځینه مدني فعالانو په ملتیا د مارچ پر اتمه دا مرستې د یو شمېر وژل شویو سرتیرو کورنو ته وسپارلې.

د ښار په ازادۍ مینه کې یوه داسې مور د هغې اېنګور او لمسي ژوند کوي چې دوه زامن، خاوند او لیور يې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي دي.

دې مور مشال راډیو ته وویل، لومړی ځل دی چې یو حکومتي چارواکی د مرستې لپاره کور ته ورغلی او د دوي تپوس یې کړی دی.

دې وویل ، “تر دې وړاندې کوم والي موږ سره کمک نه دی کړی، موږ به د وطن په خدمت کې وو، دا شهیدان مو ورکړي، نور به هم ورکوو، خو اوس مننه کوو، چې د نغدو پيسو په ګډون راسره مرسته وشوه.”

په څارنګوټ کې یوه ورته کورنۍ اوسېږي.په دې کور کې د دوو وژل شویو سرتیرو مور له ځانه سره د یارلس کاله مخکې زاړه کاغذونه ساتلي ول چې حکومت ورته د یوې نمرې ځمکې امر ورکړی وو، خو چا نه وه ورکړې.

دې خپل حالت داسې بیان کړ ، “دوه مې زامن شهیدان شوي دي، تاسو يې ګورئ سرپنا نه لرو، په کرایه پراته یو، نن راکره لرګي هم نه وو، ډوډۍ مو نه ده پخه کړې، ځکه کور کې څه شی نه وو.”

د خوست والي حلیم فدايي وايي، دا ځل د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په پار د افغان امنیتي ځواکونو د وژل شویو میندو، میرمنو، اولادونو او کورنیو سره د مرستو لړۍ پیلوي.

ده وویل ، “ موږه له ګڼو کورنیو سره مرسته کوو، د ملي پولیسو او ملي امنیت د شهید شویو منسوبینو هغو ښځو ته چې خاوند یا زوی يې دلاسه ورکړی دی، کونډه ده یا د یو شهید وارثه ده، د هغو کورنیو سره د مرستو عملي اقدامپیلوو.”

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې پر وطن د قرباني شوو له کورنیو سره مرستې وکړي. یو شمېر مدني فعالانې وايي یوازې د مارچ د اتمې سمبولیکه لمانځنه د ښځو لپاره کافي نه ده بلکې افغان حکومت او نور نړیواله مرستندویه بنسټونه دې د ښځو د ژوند د ښه والي او د هغوی د بنیادي ستونزو د هواري لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG