مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري مشال رېډیو ته وویل چې په چاودنه کې ۷ کسان زخمیان شوي هم دي.
بلخوا پوځ او د خیبر پښتونخوا پولیسو په وروستیو کې په بیا بیا ویلي دي چې په سوات کې د وسلوالو د بیا فعالېدو د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي. د صوبې د پولیسو مشر معظم جاه انصاري په اکتوبر کې په سیدو شریف کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د سوات امنیتي وضعیت به په دوو میاشتو کې عادي شي.
د مسلم لیګ (ن) ډلې مخکښ خواجه سعد رفيق وویل، " تر هغې چې د مذاکراتو خبره ده نو پخوا هم څو ځلې غير رسمي خبرې اترې شوې دي او دلچسپه خبره دا ده چې رابطې هم خپله کوي او بيا په ويلو یې شرمېږي."
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې پېښه کې ټپي شوی ساتونکی محمد اسرار تېره شپه په یوې ځانګړې الوتکه کې پېښور ته لېږدول شوی دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په یوه اعلامیه کې چې د دغه ګوند اړوند د شهادت ورځپاڼې په ټویټر خپره شوې ویلي، د حزب اسلامي په مرکز دفتر دوه تنو وسله والو حمله وکړه چې دواړه حمله کوونکي له منځه یوړل شول.
د ګوند يو مخکښ فواد چوهدري پرون (د نومبر پر ۲۸مه) په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې دا فیصله د تحریک انصاف د مشر عمران خان په مشرۍ د ګوند د مهمو مشرانو په غونډه کې شوې ده.
ملالې یوسفزۍ دا څرګندونې د نومبر پر ۲۷مه په لندن کې هغه لاریون ته په وینا کې کړې دي چې پکې د افغانانو تر څنګ په سلګونه کسانو ګډون کړی وو.
په پاکستان کې وفاقي حکومت واک لري چې د ځینو لویو تورونو پر اساس یو څوک له هېواده بهر تګ ته پرې نه ږدي خو په تېرو کلونو کې د یوشمېر فعالانو او سیاستوالانو نومونه هم په هغه نوملړ کې ورشامل شوي ول.
وفاقي حکومت د نومبر پر ۲۶مه اسلام اباد ته تلونکې لویې لارې تړلې وې او کنټېنرونه یې ورباندې درولي ول. وزیراعظم شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په وروستیو کې ویلي ول چې د تحریک انصاف لاریونوال اسلام اباد ته داخلېدو ته نه پرېږدي.
رحمان الله ګربز په ۵۵ بالونو ۵۳ او ابراهیم ځدراڼ په ۱۲۰ بالونو ۱۰۶ منډې وکړې. تر هغه وروسته رحمت شاه ۵۲ او نجیب ځدراڼ ۴۲ منډې وکړ.
پرېکړه لیک کې زیاته شوې، طالبان باید دا ډاډ ورکړي چې ښځې کولای شي په عام ژوند کې فعاله ونډه واخلي او تر خوا یې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې له طالبانو سره یې د تعامل په برخه کې دا مسله باید د اساسي شرط په توګه مطرح وي.
چارواکو د پېښې دقیق وخت نه دی ښوولی خو ویل کېږي چې پېښه د چارشنبې (شورو) پر سهار د لمانځه پر مهال شوې ده. ویل کېږي چې حمله کوونکي له وړاندې په یاده سیمه کې خپل کور هم خالي کړی او تښتېدلی دی.
د امریکا غږ ډیوه راډیو وايي چې ډار دا خبره د نومبر پر ۲۱مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې ده چې د فیکټ فوکس په نوم د تحقیقاتي ژورنالېزم یوې ووبپاڼې د پاکستاني خبریال یو رپورټ خپور کړ چې پکې دعوه شوې چې په تېرو شپږو کلونو کې د باجوه او د هغه د کورنۍ شتمنۍ اربونو روپیو ته رسېدلې دي.
د مسکو د غونډې په پای کې په اعلامیه کې تینګار شوی دی چې په افغانستان کې دې د طالبانو "له لنډمهالي حکومت سره د ملګرو ملتونو په ګډون" په نړیوال کچ "د همکارۍ لپاره ګډ او همغږي اقدامات" وشي. د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه "د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د نړیوالې مذاکراتي ډلې" جوړولو ملاتړ وکړ.
د طالبان حکومت وايي، له یوې خوا د پارکونو مالکانو لازمه همکاري ونه کړه او بل خوا ښځو لکه څنګه چې لازمه وه، حجاب مراعات نه کړ. خو ښځې د طالبانو دا تور ردوي.
د نومبر اتمې په منځمهاله انتخاباتو کې رېپبليکن ګوند څه لاس ته راوړنې کړي خو په استازو جرګه او سېنېټ کې د څوکیو ډکولو په روانه سیالۍ کې د دوی بریا له هغې څخه کمه وه چې وړاندوینه يې شوې وه.
شهباز شريف دا خبره د نومبر پر اتمه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه کړې او ليکلي يې دي چې چيف جسټس عمر عطا بنديال ته يې په دې اړه ليک لېږلی دی.
د اسلامی ایران د خلق ګوند اتحادیې عمومي منشي اذر منصوری د نومبر پر اوومه په یوه ټویټ کې وویل چې د هغه هېواد مشرتابه باید د مظاهرو اصلي لاملونه په ګوته کړي.
نور وښیئ