د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ وايي چارواکو له هېواده بهر تګ ته نه دی پریښی


محسن داوړ د بنو په جانیخېلو کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
محسن داوړ د بنو په جانیخېلو کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د کمېټۍ او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ وايي، د اسلام اباد هوايي ډګر چارواکو له هېواده بهر رسمي سفر ته نه دی پرېښی.

نوموړي د نومبر پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي دي چې دی تاجکستان ته روان وو چې هلته د "هرات امنیتي بحث" په نوم په نړیواله غونډه کې ګډون وکړي خو د وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) کارکوونکو ورته د سفر اجازه ور نه کړه.

داوړ په بیان کې ویلي دي چې دې کار "غوسه" کړی دی ځکه چې وفاقي "کابینې" یې "نوم تر دوو میاشتو پورې له هېواده د ممنوع الخروج کسانو له نوملړه (اي سي اېل) ایستلی وو."

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي په بیان کې د کورنیو چارو وزارت هغه رسمي لیک هم خپور کړی دی چې پکې راغلي چې د اکتوبر له ۱۴مې څخه یې د نوموړي نوم د دوو میاشتو تر مودې پورې له هېواده بهر له تګه د منع شویو کسانو له فهرسته اېستلی دی.

داوړ تر هغې وروسته د اروپا او لاتیني امریکايي هېوادونو په رسمي سفرونو تللی وو.

د پاکستان حکومت یا اېف ای اې سفر ته د داوړ نه پرېښودو په اړه څه نه دي ویلي. خو چارواکو په اپرېل کې د نوي وفاقي اېتلافي حکومت تر جوړېدو وروسته ویلي ول چې د ممنوع الخروج کسانو نوملړ په اړه قانون ته بیاکتنه کوي.

په پاکستان کې وفاقي حکومت واک لري چې د ځینو لویو تورونو پر اساس یو څوک له هېواده بهر تګ ته پرې نه ږدي خو په تېرو کلونو کې د یوشمېر فعالانو او سیاستوالانو نومونه هم په هغه نوملړ کې ورشامل شوي ول.

پخواني حکومت ویلي ول چې هغه فعالان او سیاستوالان له مقدمو او تورونو سره مخامخ دي او وېره لري چې که هېواد پرېږدي نو بیا به عدالتي کارروایۍ ته نه ورستنېږي.

XS
SM
MD
LG