د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بایډن په امریکا کې منځمهاله انتخابات د "ډیموکراسۍ لپاره ښه ورځ" بللې


د امريکا ولسمشر جو بايډن د نومبر پر نهمه په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وينا وکړه.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د نومبر پر نهمه په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وينا وکړه.

په داسې حال کې چې د امريکا واکمن ډېموکراټ ګوند د رېپبليکن ګوند د بریا مخه نیولې، ولسمشر جو بایډن په هغه هېواد کې منځمهاله انتخابات د "ډیموکراسۍ لپاره یوه ښه ورځ" بللې ده.

بایډن د ورځني استعمال د توکو د بیعو پر لوړېدو او پر نورو اقتصادي مسلو د رايې ورکونکو مایوسي تسلیم کړه خو زیاته یې کړه چې د امریکایانو "لوی اکثریت" چې د نومبر په اتمه یې رایه ورکړه د هغه د اېجنډا ملاتړ کړی دی.

نوموړي پرون (د نومبر پر نهمه) په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هغه په فکر دا د جمهوریت لپاره یوه ښه ورځ وه. بایډن وویل چې مطبوعاتو او پوهانو د یوې لویې "سرې څپې" وړاندوینه کوله، خو داسې ونه شول.

د امريکا په انتخاباتو کې سور رنګ د رېپبليکن ګوند او شين رنګ د ډېموکراټ ګوند لپاره کارول کېږي.

د نومبر اتمې په منځمهاله انتخاباتو کې رېپبليکن ګوند څه لاس ته راوړنې کړي خو په استازو جرګه او سېنېټ کې د څوکیو ډکولو په روانه سیالۍ کې د دوی بریا له هغې څخه کمه وه چې وړاندوینه يې شوې وه. داسې ښکاري چې دوی د یو څو څوکیو په ګټلو سره له کال ۲۰۱۸م راهیسې په لومړي ځل د ۴۳۵ غړیو استازو جرګې کنټرول بیا ترلاسه کولو ته پر لاره دي.

په سېنېټ کې د رېپبليکن ګوند کنټرول بشپړه روښانه نه دی ځکه چې په اریزونا، نیواډا او جورجیا ايالتونو کې په سختو سیالیو کې د رایو شمېرل لا دوام لري.

د نومبر پر اتمه په منځمهاله انتخاباتو کې د امريکا د استازيو جرګې پر ټولو ۴۳۵ چوکیو او د سېنېټ په ۱۰۰ کې پر ۳۵ چوکيو د استازيو د انتخاب ورځ وه.

اوسمهال د ولسمشر بایډن واکمن ډېموکراټ ګوند د رېپبليکن ګوند په مقابل کې په استازيو جرګه کې پينځه چوکۍ زياتې لري او په سېنېټ کې دواړه ګوندونه مساوي چوکۍ لري. پر استازيو جرګه د کنټرول لپاره ۲۱۸ چوکيو او پر سېنېټ د کنټرول لپاره ۵۱ چوکيو ته اړتيا ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG