د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي ضلعو ټېکه داران د پرمختيايي کارونو لپاره پيسې غواړي


د خيبر جمرود سړک د رغونې چارې (انځور له ارشيفه)
د خيبر جمرود سړک د رغونې چارې (انځور له ارشيفه)

د قبايلي ضلعو د ټېکدرانو اتحادیې غړيو خبرداری ورکړی چې که حکومت د پرمختيايي کارونو لپاره فنډونه جاري نه کړي نو پراخې مظاهرې به وکړي.

د دې اتحادیې مشرانو د نومبر په نهمه په پېښور پريس کلب کې خبري غونډې ته وويل چې د قبايلي ضلعو د پرمختیايي منصوبو لپاره د پېسو نه ورکولو له وجې په یادو ضلعو کې ترقیاتي کارونه د ځنډ ښکار دي او که د قبايلي ضلعو ترقیاتي منصوبو ته د پېسو ورکول ژر پيل نه شي نو دوی به بیا د احتجاجونو کولو پلان جوړوي.

دوی وویل چې د مسلې د حل کولو لاره دا ده چې له وفاقه صوبې ته لېږل شوی د قبايلي ضلعو بحټ دې پر نورو شيانو نه بلکې په قبايلي ضلعو کې د هغوی د پرمختګ لپاره ولګول شي.

تر خبري غونډې وروسته، له مشال راډیو سره په خبرو کې د اتحادیې مشر ظاهر جان وویل چې وفاقي حکومت د پرمختیايي کارونو لپاره کومې پانګې ورکوي، صوبايي حکومت یې پر نورو شيانو خرڅ کوي. هغه زیاته کړه چې په سوات کې پرمختیايي کارونه روان دي او ټېکدارانو ته پانګې هم ورکول کیږي، خو په قبایلي ضلعو کې کارونه په ټپه ودریدلي دي.

تر اوسه صوبايي حکومت د ټېکدارانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا ویلي وو چې وفاقي حکومت صوبې ته د بجلۍ د خالص ګټې ۶۰ اربه روپۍ، او قبایلي ضلعو پرمختیايي پانګې نه دې ورکړي چې له کبله یې صوبه د مالي ستونزو سره مخ شوې ده.

خو ظاهر جان وايي د صوبې او وفاق ترمينځ سیاسي اختلاف د دوی خپل کار دی او پکار ده چې د قبايلي سيمو فنډ ته پکې زیان ونه رسېږي.

د قبايلي ضلعو ټېکدارانو د پيسو د جاري کولو غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د جنوبي وزيرستان پولیسو په وينا ناڅرګنده وسله والو د نومبر پر شپږمه په واڼه کې يو ټېکدار تښتولی دی. د تښتول شوي ټېکدار طارق رضوان وزیر کورنۍ مشال راډيو ته ويلي چې نوموړی د تعميراتي کارونو کمپنۍ لري. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې تښتونې په اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG