د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: د پاکستان پر سفارت به د برید عاملین ژر ونيول شي


په کابل کې د پاکستان سفارت ــ پخوانی انځور
په کابل کې د پاکستان سفارت ــ پخوانی انځور

طالبانو ډاډ ورکړی چې په کابل کې به د پاکستان پر سفارت د برید عاملین ژر ونيسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له طالبانو غوښتي ول چې په افغانستان کې د پاکستان د ډیپلوماټانو امنیت خوندي کړي. هغه دا غوښتنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره تېره شپه (د ډېسېمبر په دویمه) په ټیلیفوني اړیکه کې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي، بلاول بوټو له متقي غوښتي چې د ده له قوله، د هغو ترهګرو مخه دې ونیسي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو خرابی غواړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به خپلو ډیپلوماټیکو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په خپله ټویټرپاڼه د دې ټیلیفوني مکالمې په اړه لیکلي: "امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی چې د سفارت امنیت ته به یې ځانګړې پاملرنه کېږي او د پېښې د عاملینو د پیدا کېدو او د قانون منګلو ته په سپارلو کې به پوره کوښښ کوي."

پرون (د ډېسېمبر په دویمه) د کابل په کارته پروان کې له یوې بلې ودانۍ، د پاکستان په سفارت کې دننه شارژدافیر عبیدالله نظاماني په نښه شوی، خو هغه روغ وتلی، مګر یو ساتونکی یې سخت ټپي شوی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم د ډېسېمبر په دویمه، په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې پېښه کې ټپي شوی ساتونکی محمد اسرار تېره شپه په یوې ځانګړې الوتکه کې پېښور ته لېږدول شوی دی. هغه زیاته کړې، د پاکستان دولت به په یوه مهمه پلازمېنه کې د خپلو ډپیلوماټانو د اغېزمن کار او خوندیتوب لپاره بشپړ امکانات برابر کړي. نوموړي د طالبانو له حکومته غوښتي چې د باکستان د سفارت د عملې امنیت دې ټینګ کړي.

د کابل امنیه قومانداني وايي، دوی په کارته پروان کې د کابل په سفارت له برید وروسته، سیمه کې چاڼیز عملیات کړي او یو شکمن کس یې له دوه مېله سپکو وسلو سره نیولی دی.

په کابل کې د پاکستان په سفارت د برید په اړه د غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم دا پېښه غندلې او د ډیپلوماټیکو سیمو او ډیپلوماټانو د خوندیتوب او امنیت غوښتنه یې کړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله فېسبوک‌پاڼه د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوله‌ییزو اړیکو جوړول د دواړو هېوادونو او سیمې د سولې او ثبات په ګټه بللي.

خو په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب‌الله علي‌خېل چې یو نیم کال وړاندې یې لور په اسلام‌اباد کې اختطاف شوه، په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید ته په اشارې لیکلي: "د بهرنیو ډیپلوماټانو حفاظت د کوربه هېواد مسوولیت دی، خو بدبختانه یو نیم کال پخوا د ټولو نړیوالو او اسلامی اصولو خلاف، زما(سفیر) لور په رڼا ورځ اسلام اباد کې اختطاف شوه. عاملین ونه نیول شول او پېښه د کوربه هېواد له‌خوا پټه شوه."

نجیب‌الله علي‌خېل زیاته کړې: "د دې کار اصلي هدف زموږ هېواد او ملې احساساتو ته څرګند سپکاوی وو."

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې یوه ډيپلوماټيکه استازولي باندې حمله کېږي، د طالبانو په بیا واکمنۍ څو میاشتې وړاندې د روسیې پر سفارت هم حمله شوې وه چې مرګ ژوبله یې هم درلوده. پر روسیې سفارت د برید مسوولیت داعش ډلې منلی و، خو په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG