د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف پر عمران خان د بريد په اړه د سپریم کورټ مشر ته د کمېشن جوړولو لپاره خط ليکلی


شهباز شريف د نومبر پر اتمه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې چيف جسټس عمر عطا بنديال ته يې په دې اړه ليک لېږلی دی. پخوانی انځور
شهباز شريف د نومبر پر اتمه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې چيف جسټس عمر عطا بنديال ته يې په دې اړه ليک لېږلی دی. پخوانی انځور

د پاکستان وزيراعظم د سپريم کورټ له چيف جسټس څخه پر عمران خان د بريد د پلټنو لپاره پر ټولو ججانو د مشتمل عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده.

شهباز شريف دا خبره د نومبر پر اتمه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه کړې او ليکلي يې دي چې چيف جسټس عمر عطا بنديال ته يې په دې اړه ليک لېږلی دی. نوموړي زياته کړې چې د خبريال ارشد شريف د وژنې او پر عمران خان د بريد "بدمرغه پیښې د دروغو تورونو، ګډوډۍ او د ادارو د کمزوري کولو لپاره کارول کیږي."

شبهاز شريف په خپل ليک کې ځينې پوښتنې هم راپورته کړي چې د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان د ساتنې ذمه واري کوم ځواک ته او په څه ډول ورکړل شوې وه؟

نوموړي ليکلي چې پر عمران خان د بريد حقايق څه دي او پلټنې په څه ډول شوي دي؟ بلخوا عمران خان هم ويلي چې د بريد د ازادو پلټنو غوښتنه د هغه حق دی. نوموړي د نومبر پر اتمه نېټه له رسنيو سره د خبرو پر مهال د انصاف په لړ کې پر چيف جسټس باور څرګند کړ.

د نومبر پر درېيمه د عمران خان په مشرۍ د پنجاب په وزيراباد کې پر شوي احتجاجي لاريون په ډزو کې د هغه په ګډون ۱۱ کسان ژوبل شوي او يو تن وژل شوی وو.

پولیسو يو مشکوک تن نيولی او پر ټولنيزو رسنيوو په شريکو شويو ويډيوګانو کې هغه په ظاهره اقرار کړی چې دغه حمله یې د انفرادي پلان له مخې کړې وه.

د پنجاب پولیسو د نومبر پر اوومه د پېښې په اېف ای ار کې د دغه مشکوک کس نوم نويد یاد کړی دی.

عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه د نوو ټاګنو د غوښتنې لپاره له لاهور څخه د اسلام اباد پر لور لاريون پیل کړی وو، خو په وزیراباد کې ورباندې تر بريد وروسته يې وځنډاوو. اوس بیا تحریک انصاف ويلی چې لاریون به بیا پیلوي.

د تحریک انصاف مخکښ فواد چوهدري د نومبر پر نهمه نېټه پر ټویټر پاڼه ليکلي چې لاريون به د نومبر له ۱۰مې بېرته پيلېږي.

XS
SM
MD
LG