د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي حکومت یې د سیمې ثبات ته ژمن دی


روسیې د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې هم د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه چې طالبانو پکې ګډون کړی وو.
روسیې د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې هم د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه چې طالبانو پکې ګډون کړی وو.

د طالبانو حکومت وايي، د مسکو د ناستې د هغه دریځ هرکلی کوي چې د یوه "سوله ییز، خپلواک او پر ځان بسیا" افغانستان پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل د نومبر پر ۱۷مه په یوه ویډیويي بیان کې د مسکو د نړیوالې غونډې د ګډې اعلامیې یوه برخه ولوسته او و یې ویل چې حکومت یې د سیمې ثبات ته ژمن دی. "هېڅ فرد او ډلې ته به اجازه ور نه کړو چې د سیمې د ثبات پر خلاف اقدام وکړي. په دې هدف مو وار له مخه د فتنه ګرو ګډو او مخدره توکو د کښت او قاچاق پر خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي دي."

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د مسکو په څېر په غونډو کې د طالبانو د حکومت د استازو ګډون هغه ناستې لا جامع او اغېزناکولای شي.

دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۱۶مه په مسکو کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه وشوه چې ورته د طالبانو د حکومت استازي نه ول بلل شوي.

د دې په غبرګون کې طالبانو ویلي ول چې په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل "منفي" اغېز کولای شي او له شمولیت پرته به یې غونډه "نیمګړې" وي.

د مسکو د غونډې په پای کې په اعلامیه کې تینګار شوی دی چې په افغانستان کې دې د طالبانو "له لنډمهالي حکومت سره د ملګرو ملتونو په ګډون" په نړیوال کچ "د همکارۍ لپاره ګډ او همغږي اقدامات" وشي.

په اعلامیه کې داراز راغلي چې د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه "د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د نړیوالې مذاکراتي ډلې" جوړولو ملاتړ وکړ.

په بیان کې له طالبانو غوښتنه شوې ده چې د نشه يي توکو د ختمولو او د قاچاق مخنیوي په برخو کې دې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د "ترهګرو" پرضد "جدي اقدامات" وکړي.

د مسکو په غونډه کې د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغیزستان او قازقستان استازو برخه واخیسته.

روسیې د افغانستان په اړه دا ډول يوه غونډه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې هم جوړه کړې وه چې په هغه کې یې د طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړې وه او هغوی ګډون پکې کړی وو.

XS
SM
MD
LG