د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات قامي جرګې پر حکومت د ناامنۍ مخنیوي غږ کړی دی


د سوات قامي جرګې تر دې مخکې هم د ناامنۍ ضد غونډې کړې دي - د اګست میاشتې انځور.
د سوات قامي جرګې تر دې مخکې هم د ناامنۍ ضد غونډې کړې دي - د اګست میاشتې انځور.

د خیبر پښتونخوا د سوات قامي جرګې له حکومته د امن پر ځای کولو، له کرنيزو ځمکو څخه د سوات موټروې یا لویې لارې ليرې جوړولو او په ملاکنډ کې د ټيکسونو نه لګولو غوښتنې کړې دي.

د ډېسېمبر پر څلورمه په ودودیه تالار یا هال کې په جرګه کې د سوات، بونېر، شانګلې، کوز دير او ملاکنډ مشرانو خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې و نه منل شي پراخې مظاهرې پیلوي.

يو قومي مشر او د پيپلز پارټۍ ځايي مخکښ عرفان چټان وويل چې ریاست باید د وسلوالو پر فعاليتونو سترګې پټې نه کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې وسلوال له خلکو څخه د باج اخیستو لپاره ورته ټېلېفونونه کوي. "زما دوه وروڼه وژل شوي دي. په وينو کې لت پت مې اوچت کړي دي. زما پلار نن هم خپل بچي يادوي. زما مور نن هم خپل زامن يادوي. زما خور نن هم خپل وروڼه یادوي. زما ورېرونه د خپلو پلرونو پوښتنه کوي. خو ته بیا هم په ما پسې وسلوال رالېږدوې! بيا ټېلېفون وکړي چې دومره کروړه روپۍ راولېږدوه. په ۲۰۲۲ز کال کې د نورې دنيا خلک سپوږمۍ ته وختل، نوې نوې تجربې یې پکې وکړي خو موږ له ریاسته امن غواړو. دا څومره د شرم او څومره د افسوس خبره ده."

چټان د هېڅ وسلوالې ډلې نوم وانخیست خو تر دې مخکې یوشمېر سیاستوالانو او کاروباریانو تور پورې کړی دی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوال ورڅخه باج غواړي. هغې ډلې دا تور رد کړی دی او وايي، له هېچا یې پیسې نه دي غوښتي.

د سوات قامي جرګې دا غونډه پر داسې مهال کړې ده چې تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ. هغې ناقانونه ډلې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې د یوشمېر حملو ذمه واري منلې ده.

له سږني اوړي راهیسې د ملاکنډ ډېوېژن په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي چې پرضد یې د جولای له میاشتې راهیسې لاریونونه، پرلتونه، جلسې او جرګې شوې دي.

د سوات قامي جرګې تر دې مخکې په اګست او بیا په اکتوبر کې هم غونډې کړې دي او پکې یې پر حکومت د امنیتي وضعیت سمولو غږ کړی دی.

بلخوا پوځ او د خیبر پښتونخوا پولیسو په وروستیو کې په بیا بیا ویلي دي چې په سوات کې د وسلوالو د بیا فعالېدو د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د صوبې د پولیسو مشر معظم جاه انصاري په اکتوبر کې په سیدو شریف کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د سوات امنیتي وضعیت به په دوو میاشتو کې عادي شي.

نوموړي هغه مهال په سوات کې د درې برېګېډه پوځیانو ځای پر ځای کېدو خبره کړې وه خو په سېپټېمبر کې د پولیسو یوه ځايي مشر سوات ته د درې ډېوېژنه سرتېرو رسېدل تایید کړي ول. یو ډېوېژن له درې برېګېډونو جوړ وي چې پکې زیات سرتېري وي.

پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته سپارلې وې.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت چارواکو دا هم ویلي، دوی دې ته تیار دي چې د کروندې له ځمکو د سوات موټروې څنډې ته واړوي. د دوی په وینا، پر دې یې له ځايي خلکو سره خبرې هم کړې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې له چکدرې تر فتح پوره د ۸۰ کیلومیټره سړک جوړولو لپاره ۵۸ اربه روپۍ بېلې کړې وې.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزير محمود خان د روان ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۰مه په بريکوټ کې د هغه سړک جوړولو پرانيسته وکړه. د سیمې اوسېدونکو د دې اقدام پرضد یوشمېر مظاهرې وکړې. خو حکومت وايي چې هغه موټروې به د سوات د سیلګرۍ په وده کې مهم رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG