د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د تحریک انصاف غړي به له ټولو اسمبلیو استعفا ورکوي


عمران خان د نومبر پر ۲۶مه د لاریون ګډونوالو ته وینا کوي.
عمران خان د نومبر پر ۲۶مه د لاریون ګډونوالو ته وینا کوي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي، پرېکړه یې کړې ده چې د ګوند غړي به یې له ټولو اسمبلیو څخه استعفا ورکوي.

نوموړي د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې حکومت ضد لاریون ته په وینا کې وویل، د استعفاګانو نېټه په له ملګرو سره تر سلا وروسته اعلان کړي. "ما دا فیصله کړې چې موږ نور په دې نظام کې نه پاتې کېږو. زه به له خپلو اعلاوزیرانو او د ګوند له پارلېماني مشرانو سره مشوره کوم او له ټولو اسمبلیو څخه مو د وتلو پرېکړه کړې ده."

دا د نومبر په پیل کې د پنجاب په وزیراباد کې پر لاریون په ډزو کې تر ژوبلېدو وروسته لومړی ځل وو چې خان شخصاً په لانګ مارچ کې ګډون وکړ او ورته یې وینا وکړه.

لاریون ته زرګونه کسان ورغلي ول او هلته یې د خان په حق او د حکومت پرضد نعرې ووهلې.

عمران خان د نومبر پر ۲۴مه په پر خپلو پلویانو غږ کړی وو چې د نومبر پر ۲۶مه دې په "حقیقي ازادي مارچ" کې د ګډون لپاره راولپېنډۍ ته ورشي.

نوموړي په پېنډۍ کې د لاریون ختمولو اعلان وکړ او و یې ویل چې اسلام اباد ته نه ځي. عمران خان تر دې مخکې په بیا بیا ټینګار کړی وو چې په اسلام اباد کې پرلت وهي او تر مودې مخکې د انتخاباتو تر اعلان پورې به احتجاج ته دوام ورکوي.

د تحریک انصاف ګڼ پلویان په راولپېنډۍ کې د عمران خان لاریون ته ورغلي ول - د نومبر ۲۶مې انځور
د تحریک انصاف ګڼ پلویان په راولپېنډۍ کې د عمران خان لاریون ته ورغلي ول - د نومبر ۲۶مې انځور

وفاقي حکومت د نومبر پر ۲۶مه اسلام اباد ته تلونکې لویې لارې تړلې وې او کنټېنرونه یې ورباندې درولي ول. وزیراعظم شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په وروستیو کې ویلي ول چې د تحریک انصاف لاریونوال اسلام اباد ته داخلېدو ته نه پرېږدي.

خان په اپرېل کې په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک په مټ له دندې ګوښه شو او له هغه وخت راهیسې یې ټینګار کړی دی چې د سیاسي بحران د هواري یوازینۍ لاره انتخابات دي.

خو د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې خپل قانوني وخت پوره کوي، د اقتصاد سمولو هڅو ته دوام ورکوي او دا چې انتخابات د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر ټاکلي وخت کوي.

تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې په اېتلافي حکومت ورګډ دی. که د هغه ګوند سیاستوالان استعفا ورکړي نو د دواړو صوبو حکومتونه ختمېدای او اسمبلۍ ماتېدای شي.

خو د خان تر وینا وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله شخصي جیو نیوز ټېلېوېژن ته په مرکه کې وویل چې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې پر اعلاوزیرانو د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریکونو له لارې د اسمبلیو ماتولو مخه نیسي.

د عمران خان په مشرۍ حکومت ضد لاریون د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پیل شوی وو خو د نومبر پر درېیمه په ډزو کې د نوموړي تر ژوبلېدو وروسته تر یوشمېر ورځو ځنډېدلی وو.

XS
SM
MD
LG