د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران کې حکومت مخالفه ګوند د نويو انتخاباتو وړانديز کړی


اذر منصوري ويلي چې د ایران مشران باید ستونزې له مينځه یوسي او له ځانه وپوښتي چې ایا د ازادو انتخاباتو لپاره کومه لاره شتون لري. پخوانی انځور
اذر منصوري ويلي چې د ایران مشران باید ستونزې له مينځه یوسي او له ځانه وپوښتي چې ایا د ازادو انتخاباتو لپاره کومه لاره شتون لري. پخوانی انځور

د ایران يوه حکومت مخالفه ګوند هلته د روانو ناکراریو د پای ته رسولو او د مخالفينو پر ضد د حکومت له خوا له تاوتريخوالي ډکو اقداماتو د خاتمې لپاره د نویو انتخاباتو وړانديز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د حجاب قانون په سمه توګه نه مراعتولو په تور د پولیسو په ولکه کې د یوې ايرانۍ مېرمنې له وژل کیدو راهیسې په هغه هيواد کې سخته ناکراري ده.

د اسلامی ایران د خلق ګوند اتحادیې عمومي منشي اذر منصوری د نومبر پر اوومه په یوه ټویټ کې وویل چې د هغه هېواد مشرتابه باید د مظاهرو اصلي لاملونه په ګوته کړي.

مېرمن منصوري وویل چې د ایران مشران باید ستونزې له مينځه یوسي او له ځانه وپوښتي چې ایا د ازادو انتخاباتو لپاره کومه لاره شتون لري.

د ايران بدنامه اخلاقی پولیسو ۲۲ کلنه مهسا امیني د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب له قانون څخه د سرغړونې په تور نيولې وه چې له هغه درې ورځې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

عیني شاهدانو ویلي چې پولیسو پر مېرمن امیني تشدد کړی دی خو چارواکي وايي چې هغه د کومې ناروغتیا له کبله مړه شوې ده. د امیني کورنۍ وايي چې د پوليسو له خوا تر نیول کېدو وړاندې هغه روغه رمټه وه.

تر دې پېښې وروسته د ايران په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې پيل شوې چې د ایران د بشري حقونو سازمان په وينا تر دې دمه د لسګونو ماشومانو په ګډون سلګونه کسان پکې وژل شوي دي.

بلخوا د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې د مهسا اميني د وژنې پر ضد ايرانيانو احتجاجي مظاهرې کړې او د هغه هېواد د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د ليرې کېدو غوښتنه يې کړې ده.

اخوا بيا خامنه يي په هغه هېواد کې د ناکراریو پړه پر بهرنیانو اچولې. نوموړي خبرداری ورکړی چې د مخالفتونو ختمولو لپاره د امنيتي ځواکونو د اقداماتو هر ډول ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG