د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مزار شريف او ننګرهار کې چاودنو ۶ کسان وژلي، ۱۳ زخميان کړي دي


ژوبل کسان د درملني لپاره روغتون ته انتقال شوي دي. د ۲۰۲۲ز کال ډېسېمبر شپږمې انځور
ژوبل کسان د درملني لپاره روغتون ته انتقال شوي دي. د ۲۰۲۲ز کال ډېسېمبر شپږمې انځور

د افغانستان په بلخ او ننګرهار ولايتونو کې چاودنو يو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د مزار شریف ښار د درېیمې ناحیې په سیداباد څلورلاره کې پر بس د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۷ کسان زخميان دي. البته هغه زیاته کړه چې دا لومړني معلومات دي او ښايي د مرګژوبلې شمېر لوړ شي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو تر دې مخکې د څه د پاسه یو کال په موده کې د افغانستان په جوماتونو، مدرسو، ښوونیزو مرکزونو او نورو عبادتځایونو کې د یوشمېر بریدونو ذمه واري اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې منلې ده.

بلخوا د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د ډېسېمبر پر شپږمه، په صرافۍ بازار کې چاودنې ځيني‌کسان ژول کړي دي. د ننګرهار د عامې روغتيا روغتونو يو مشر ډاکټر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په دې حمله کې ۶ زخميان دوی ته وروړل شوي خو ښايي د ټولو زخميانو شمېر زیات وي. په ننګرهار کې د طالبانو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې په دې وروستيو کې چاودنې او بريدونه بیا زيات شوي دي. تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر دویمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد کې يو ساتونکی ژوبل شوی وو. طالبانو ادعا کړې چې د بريد په تور يې يو کس نيولی چې له دعش وسلوالې ډلې سره تړاو لري.

رویټرز اژانس وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ډېسېمبر پر څلورمه نیمه شپه پر پیغام استونکي اپلیکېشن ټېلېګرام په بیان کې دعوه وکړه چې دوو وسلوالو یې هغه مهال د پاکستان پر سفارت برید وکړ چې ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني د ودانۍ په انګړ (غولي) کې موجود وو.

د نومبر پر ۳۰مه هم د سمنګان د مرکز په یوه دیني مدرسه کې په چاودنه کې تر ۱۰ زیات زده کوونکي وژل شوي ول.

د نومبر پر ۲۳مه په پلازمېنه کابل کې یو وسلوال په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې پکې پینځه کسان ووژل شول او یو ژوبل شو. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کابل په کارته نو سیمه کې وسلوالو په ابوبکر صدیق جامع جومات کې برید کړی وو چې پکې د جومات خطیب او یو لمونځ کوونکی وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز تر برید وروسته د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه وویل چې د پلازمېنې په لویدیځ کې پر "کاج ښوونیز مرکز" په برید کې ۴۳ کسان وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان له جومات سره نېږدې په چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ ژوبل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د سېپټېمبر پر ۲۱مه له یوه رېستوران سره نېږدې په چاودنه کې درې کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول. یوشمېر کسانو ویلي ول چې پېښه د ګیس سیلېنډر یا ډبې د چاودېدو له وجې شوې وه خو طالب چارواکو ویلي ول چې په اړه یې پلټنې کوي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر پینځمه په کابل کې د روسیې سفارت پر ودانۍ په ځانمرګي برید کې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه. په ۲۰۲۰ز کال کې هم د کوثر دانش په نوم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز په خونړي بريد کې لږترلږه ۲۴ زده کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل شوي ول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG