د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د جنرال باجوه د مالیو د اسنادو خپرېدو پلټنې کوي


جنرال باجوه له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د پاکستان د پوځ مشر دی - پخوانی انځور.
جنرال باجوه له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د پاکستان د پوځ مشر دی - پخوانی انځور.

د پاکستان د مالي چارو وزیر اسحاق ډار د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د مالیو (ټیکسونو) د اسنادو خپرولو په اړه د پلټنو امر کړی دی.

د امریکا غږ ډیوه راډیو وايي چې ډار دا خبره د نومبر پر ۲۱مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې ده چې د فیکټ فوکس په نوم د تحقیقاتي ژورنالېزم یوې ووبپاڼې د پاکستاني خبریال یو رپورټ خپور کړ چې پکې دعوه شوې چې په تېرو شپږو کلونو کې د باجوه او د هغه د کورنۍ شتمنۍ اربونو روپیو ته رسېدلې دي.

جنرال باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ مشر شوی وو او په ۲۰۱۹ز کال کې یې پخواني وزیراعظم عمران خان د درو نورو کلونو لپاره د دندې موده وغځوله.

خبریال احمد نوراني په خپله لیکنه کې ویلي چې باجوه، د هغه ښځه، نږور، د نږور والدینو، خویندو او تره د اربونو روپیو شتمنیو خاوندان شوي دي. نوموړي د دې لپاره د باجوه، د هغه د کورنۍ او د نږور د کورنۍ د ټیکسونو یا مالیو اسناد خپاره کړي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د نوراني په رپورټ کې د معلوماتو او اسنادو د کره والي تصدیق نه شي کولای او د پاکستان پوځ یې هم په اړه څه نه دي ویلي خو د خزانې وزیر اسحاق ډار د وزیراعظم سلاکار طارق محمود شاه ته دنده سپارلې ده چې دا معلومه کړي چې د باجوه او د هغه د کورنۍ او خپلوانو د مالیو اسناد چا نوراني ته ورکړي دي.

دا پرمختګونه پر داسې مهال شوي دي چې د جنرال باجوه د دندې موده د نومبر په پای کې ختمېږي او د پاکستان حکومت ویلي دي چې د نومبر له ۲۱مې څخه یې د هغه د ځای ناستي ټاکلو بهیر پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG