د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له یوه مرګوني بریده روغ وتلی


د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار: انځور له ارشیفه
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار: انځور له ارشیفه

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د ډېسېمبر پر دوهمه له یوه مرګوني بریده روغ وتلی دی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په یوه اعلامیه کې چې د دغه ګوند اړوند د شهادت ورځپاڼې په ټویټر خپره شوې ویلي، د حزب اسلامي په مرکز دفتر دوه تنو وسله والو حمله وکړه چې دواړه حمله کوونکي له منځه یوړل شول.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په شمول د ګوند هیڅ چارواکي ته زیان نه دی رسېدلې یوازې په دې حمله کې د حکمتیار دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

خو حزب اسلامي ته یوې سرچینې ویلي چې حمله کوونکو غوښتل هغه جومات ته ځان ورسوي او هلته موټر بم برید وکړي چې هره جمعه په کې ګلبدین حکمتیار د جمعې د لمانځه امامت کوي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول.

په همدې حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د معلوماتو په راغونډولو بوخت دی.

XS
SM
MD
LG