فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د سېپټېمبر پر ۲۲مه د باړې په شلوبر کې د بلدیاتي ادارې د کلیو شورا (وېلېج کونسل) د مشر (چېرمېن) عارف الله اپرېدي پر کور د لاسي بم برید شوی وو چې پکې دوه مشکوک بریدګر ژوبل شوي ول. هغه مهال د سیمې اوسېدونکو تور پورې کړی وو چې په برید کې پولیس ککړ ول.
د لنډي کوتل مرستیال کمشنر ارشاد مومند د سېپتېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د مځکو ریکارډ هم داسې جوړل په کار دی لکه د نورو بندوبستي سیمو هغه چې جوړ شوی دی.
ځایي خلک او د خیبر ضلعي پولیسو تصدیق کړې چې په ژوبلو کې یو حاضر سروس پولیسو سپاهي دی او یو ورسره عادي تن وو چې هغه برید یې پلان کړی وو.
د سېپټېمبر د ۱۶مې نېټې په سهار د تورخم دروازه د مساپرو او تجارانو پر مخ یو ځلې بیا پرانېستل شوه. دا لاره د سېپټېمبر په شپږمه په تورخم کې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته تړل شوې وه.
د سېپټېمبر پر ۱۵مه د خیبر انتظامي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې سهار مهال یې د مهاجرت (اېمیګرېشن) او ګمرکي (کسټم) چارو کارکوونکي تورخم ته واستول. د هغوی په خبره، لومړی یې د پاسپورټ او ویزو لرونکو تګ راتګ بحال کړ او له افغانستانه مال وړونکي ګاډي هم وراوښتي دي.
یو ډرېور ضیا الحق مشال راډیو ته وویل چې په ټرک کې یې غوړي بار کړي دي او جلال اباد ته یې لېږدول غوښتل خو د لارې تړل کېدو له کبله بند پاتې شو او اوس له ډېر مشکل سره مخامخ دی.
د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تر نښتې وروسته د تورخم لاره پر پینځمه ورځ هم تړلې ده او دواړو خواوو ته سلګونه مال وړونکي ګاډي ولاړ دي. د سېپټېمبر پر ۱۰مه د دواړو لوریو چارواکو د لارې بیا پرانیستو په اړه غونډه وکړه خو نتیجې ته و نه رسېدل. ویډیويي رپورټ.
دروازې د تړل کېدو په درېیمه ورځ هم د زرګونو په شمېر کې خلک د تورخم نه پورې راپورې ایسار پاتې دي چې پکې ځینې یې ناروغان هم دي. د تورخم لاره د سېپټېمبر په شپږمه د پاکستاني ځواکونو او د طالب سرتېرو ترمنځ له ډزو وروسته وتړل شوه
د دواړو خواوو چارواکي او عیني شاهدان وايي، د سېپټېمبر پر شپږمه طالبانو په تورخم کې خپل لوري ته یوه پوسته جوړوله خو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو منع کړل نو نښته پیل شوه او پکې سپکې او درنې وسلې استعمال شوې.
د پېښور حیات اباد انډسټریل سټیټ ځينې صنعتکاران وايي نامعلومه کسان ترې باج یا قلنګونه غواړي. د سیمې یو کاروباري خان ولي د سېپټمبر پر پینځمه مشال ريډیو ته وويل چې په پېښور او خوا وشا سیمو کې کارخانه دارو ته د نامعلومه کسانو له خوا ټېلېفونونه کېږي او پیسې ترې غوښتل کېږي.
د اګست پر ۲۹مه، له مشال راډیو سره په خبرو کې یو شمېر زده کوونکو وویل چې کله په رخصتیو کې افغانستان ته لاړ شي نو د بیرته راستنېدو پر مهال په تورخم کې نه را پرېښودل کېږي. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د سکالرشیپ پیسې دې زیاتې او د هغوی د ویزو مسله دې حل کړي.
د وزیرستان د سوداګرو د خونې مشر سیف الرحمن وزیر د اګست پر۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې د يو څو سوداګرو ترمینځ د کاروباري شخړې له کبله ګاډی يوې بلې غاړې ته تګ راتګ نه شي کولای.
په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې شاوخوا دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې. حکومت هغوی ته د وسلو ګرځولو اجازه هم ورکړې وه
دوی وايي چې کله کومه بده پېښه وشي نو بیا پولیس له دوي هم پلټنې کوي او چې له چا سره قانوني اسناد نه وي هغه نیسي او پر تورخم یې افغانستان ته اړوي.
د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د اګست پر ۱۵مه ماښام مهال تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې انعام الله د ملک دینخېلو په کوهي بازار کې په برید کې ژوبل شوی وو چې د باړې په ډوګره روغتون کې یې سا ورکړه.
نور وښیئ