د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر قومي مشران وايي هېڅوک د امن لښکرو جوړولو ته نه پرېږدي


په خیبر کې د ناامنۍ پېښو ضد په جولای او اګست کې د امن په نوم لویې غونډې او جلسې وشوې. د اګست ۱۲مې انځور.
په خیبر کې د ناامنۍ پېښو ضد په جولای او اګست کې د امن په نوم لویې غونډې او جلسې وشوې. د اګست ۱۲مې انځور.

د خیبر ضلعې د تيرا او باړې قومي مشرانو پرېکړه کړې چې هېڅوک په سیمه کې د "امن لښکرو" جوړولو ته نه پرېږدي.

قومي مشرانو د اګست پر ۱۹مه په جرګه کې وويل چې ځايي ولس ته د امن لښکرو اجازه نه شته ځکه چې پخوا د هغو لښکرو جوړولو او وسلو اخیستو ولس ته خورا زیات زیان رسولی دی.

په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې شاوخوا دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې. حکومت هغوی ته د وسلو ګرځولو اجازه هم ورکړې وه چې دا ډول یې په ملاتړ د وسلوالو ډلو خلاف وجنګېږي.

د دې په غبرګون کې وسلوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، پر هغو لښکرو او د کمېټۍ پر مشرانو او غړو بریدونه کول چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

په تېرو کلونو کې چې امنیتي وضع نسبتاً ښه شوه نو هغه کمېټۍ او لښکرې ړنګې شوې خو پر دې سربېره یې اوس هم کله نا کله پر پخوانیو مشرانو او غړو حملې کېږي.

د شلوبر قوم یوه مشر او سیاسي فعال عبدالغني اپرېدي د اګست پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې بې له ثبوت ورکولو دعوه وکړه چې حکومت په خیبر کې یو ځل بیا د امن لښکرو جوړولو او پر ځوانانو د وسلو وېشلو هڅې کړي خو هغوی ورته انکار کړی دی. ''څو ورځې وړاندې په زخه خېل قوم کې ځینې ځوانانو، له پوځیانو سره په شریکه ګشت وکړ نو تر هغې وروسته په قوم کې تشویش پیدا شو او ځوانان یې منع کړل او ټولو امنیتي ادارو او حکومت ته یې وویل چې موږ په هېڅ صورت امن لښکرې نه جوړوو ځکه چې د امن ذمه واري د ریاست ده د دې لښکرو هېڅ قانوني او اییني حیثیت نه شته.''

تر اوسه ځايي او امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د پاکستان پوځ وايي د امنيت ذمه واري په ښه ډول ترسره کوي.

پوځ د اګست پر ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د وسلوالو پر ضد د کاروايۍ په ترڅ کې یې د خیبر په باړه کې دو مشکوک وسلوال وژلي دي.

د خیبر سياسي اتحاد يو مشر خان ولي اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې ټولو قومونو پرېکړه کړې چې په روانه جګړه کې به فريق يا لوری نه جوړېږي.

هغه زیاته کړه چې د ايين له مخې د خلکو د امنيت ذمه واري د پاکستان د حکومت ده چې بايد تر سره یې کړي. ''موږ سره د تیرا او باړې ټولو قومونو ژمنه کړې چې نور په دې سیمو کې د جګړو جوړولو ملاتړ نه کوي. د سره بد امني زیاتېږي او امن ورسره نه راځي. امنیت ساتل د حکومت کار دی. موږ دا نه منو چې ریاست دې یو بیا پر ځوانانو وسلې ووېشي او دلته دې بیا بدامني شي.''

په خیبر ضلع کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي چې د ولسي وګړو ترڅنګ پکې پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو هم مرګژوبله اوښتې ده.

په سیمه کې د ناامنۍ پېښو ضد په جولای او اګست کې د امن په نوم لویې غونډې او جلسې وشوې.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG