د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې افغان زده کوونکي له سفري مشکلاتو او ګرانۍ شکایت کوي


په اسلام اباد کې افغان زده کونکي د فراغت په غونډه کې ناست دي. پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې افغان زده کونکي د فراغت په غونډه کې ناست دي. پخوانی انځور.

د پاکستان په پوهنتونونو کې په زدکړو بوخت افغان زده کوونکي وایي، د ګرانۍ له وجې یې د سکالرشیپ په پیسو ګزاره نه کېږي او افغانستان ته د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

د اګست پر ۲۹مه، له مشال راډیو سره په خبرو کې یو شمېر زده کوونکو وویل چې کله په رخصتیو کې افغانستان ته لاړ شي نو د بېرته ستنېدو پر مهال په تورخم کې نه را پرېښودل کېږي. دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د سکالرشیپ پیسې دې زیاتې او د هغوی د ویزو مسله دې یې حل کړي.

په پېښور پوهنتون کې د میډيکل یا طب زده کوونکي عنایت مومند مشال راډيو ته وویل، زده کوونکو ته دې د تګ راتګ پر مهال ځانګړی پام وشي.

نوموړي زياته کړه، "په تېر اختر کې چې موږ خپلو کورونو ته تلو، نو اجازه یې نه راکوله، پکار ده چې د زده کوونکو لپاره ځانګړې تګلاره جوړه شي. بله ستونزه دا ده چې موږ ته د تعلیمي اسنادو اېکویلېنسي (متبادل) سرټيفيکېټ (سند) ژر نه میلاوېږي او د پاکستان له حکومت او افغان ;ونسلګرۍ سره دا اسناد تر اته یا نهو میاشتو پورې ایسار وي چې ورسره د زده کوونکي پوره کال ضایع کېږي."

په پاکستان کې د زدکړو لپاره ګڼو افغان زده کوونکو ته سکالرشيپونه ورکړل شوي دي. دا هغه زده کوونکي دي چې د علامه اقبال سکالرشیپ ترلاسه کولو وروسته په بېلابیلو پوهنتونونو کې لوړې زدکړې کوي.

یو بل افغان زده کوونکی اکرام الله وایي د سکالرشیپ تر اخیستو وروسته د تعلیم ویزه لري خو پر دې سربیره هم پر تورخم د تګ راتګ پر مهال زیاتره وخت نه پرېښودل کېږي. "کله چې هم تورخم دروازه وتړل شي نو بیا موږ هغې غاړې ته پاتې شو او د کلاسونو له اخیستو محرومه کېږو."

په پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ یو چارواکي< چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، هغه زده کوونکي دې له کونسلګرۍ سره تماس ونيسي چې غوښتنې یې له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۲مه د افغان زده کوونکو لپاره د علامه اقبال په نوم په مسلکي‌ او نورو عادي‌ پوهنتونونو کې د ۳،۰۰۰ سکالرشيپو (بورسونو) اعلان کړی وو.

تر هغه يوه مياشت وروسته حکومت ۱،۰۰۰ نور سکالرشيپونه نور هم ور زیات کړل شو چې اوس یې شمېر ۴،۰۰۰ دی.

XS
SM
MD
LG