د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده


د لواړګي انتظامي مشر وايي، د سېپټېمبر پر ۱۵مه پر تورخم د خلکو تګ راتګ پیل شو.
د لواړګي انتظامي مشر وايي، د سېپټېمبر پر ۱۵مه پر تورخم د خلکو تګ راتګ پیل شو.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم لاره تر څه باندې یوې اوونۍ بندې پاتې کېدو وروسته د تګ راتګ لپاره خلاصه شوې ده.

د لواړګي انتظامي مشر ارشاد مومند مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه سهار مهال پر تورخم لاره د خلکو تګ راتګ ترڅنګ سوداګري هم بحال شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر شپږمه د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تر نښتې وروسته د تورخم لاره وتړل شوه چې له کبله یې دواړو لورو ته ګڼ مال وړونکي ګاډي او زرګونه مساپر بند پاتې شول.

له افغانستانه پاکستان ته تللي ګڼ خلک، چې پکې ناروغان او ښځې او ماشومان هم شامل ول، د لارې تړل کېدو له کبله په لواړګي کې په جوماتونو کې پاتې کېدو ته مجبوره شول.

چارواکو ویلي، په کابل کې د پاکستان د سفارت ناظم الامور (شارژدافېیر) عبیدالرحمان نظاماني د سېپټېمبر پر ۱۴مه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل او ورسره یې د تورخم مسلې په اړه خبرې وکړې او د لارې پرانیستو پرېکړه یې وکړه.

د سېپټېمبر پر ۱۵مه د خیبر انتظامي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې سهار مهال یې د مهاجرت (اېمیګرېشن) او ګمرکي (کسټم) چارو کارکوونکي تورخم ته واستول. د هغوی په خبره، لومړی یې د پاسپورټ او ویزو لرونکو تګ راتګ بحال کړ او له افغانستانه مال وړونکي ګاډي هم وراوښتي دي.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کاوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر نهمه په بیان کې ویلي ول چې پاکستانیو ځواکونو هغه مهال پر طالب سرتېرو ډزې وکړې چې هغوی یوه پخوانۍ پوسته رغوله.

په بیان کې راغلي ول چې پاکستان د مشکلاتو جوړولو ته "پلمې" لټوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر نهمه ویلي ول چې د سېپټېمبر پر پینځمه طالبانو پوستې جوړولې او په دې توګه یې "د دوه اړخیزه موافقو سرغړونه" چې تر هغې یوه ورځ وروسته "نښته وشوه."

د خیبر چارواکي وايي، په ډزو کې یو پاکستانی سرتېری ژوبل شوی وو.

په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو یو چارواکي مشال راډیو ته وویل، هغې خوا ته هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې خو کره شمېر یې و نه ښود.

په تورخم کې تر دې مخکې هم د دواړو خواوو د سرتېرو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي چې له کبله یې د خلکو تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري ځنډېدلې ده.

د اګست پر پینځمه د پاکستان اېف سي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

XS
SM
MD
LG