د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه ګډه پلټنیزه ډله خیبر کې د باج اخیستنې په تور له ګرفتارو پولیسو څخه پلټنې کوي


د خیبر اوسېدونکي وايي، ځینې پولیس سرتېري له باج اخیستونکو سره ملګري دي - د ارشیف انځور.
د خیبر اوسېدونکي وايي، ځینې پولیس سرتېري له باج اخیستونکو سره ملګري دي - د ارشیف انځور.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې پولیس وایي، یوه ګډه پلټنیزه ډله له هغو پولیسو څخه تحقیقات کوي چې د باړې په شلوبر کې یو کور ته د لاسي بم اچولو په تور نیول شوي دي.

د خیبر د پولیسو مشر سلیم کلاچي د سېپټېمبر پر ۳۰مه په بیان کې ویلي چې درې پولیس سرتېري او د هغوی پینځه سهولتکاران یا مرستیالان نیول شوي دي او ورڅخه پلټنې روانې دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۲۲مه د باړې په شلوبر کې د بلدیاتي ادارې د کلیو شورا (وېلېج کونسل) د مشر (چېرمېن) عارف الله اپرېدي پر کور د لاسي بم برید شوی وو چې پکې دوه مشکوک بریدګر ژوبل شوي ول.

هغه مهال د سیمې اوسېدونکو تور پورې کړی وو چې په برید کې پولیس ککړ ول. وروسته د خیبر ضلعې پولیسو هم تایید کړه چې په ژوبلو کې یو حاضر سروس پولیس سپاهي او یو ورسره یو ملکي وګړی شامل ول او هغوی د اپرېدي پر کور د برید پلان جوړ کړی وو.

اپرېدی وايي، تر دې مخکې ورته خلکو ټېلېفونونه کول، ورڅخه یې باج غوښت او ورته یې ګواښونه کول.

د هغې پېښې پرضد په باړه کې سیاسي او قامي مشرانو یوشمېر غونډې وکړې او د پېښې د پلټنو غوښتنه یې وکړه.

په دې لړ کې د سېپتېمبر پر ۳۰مه هم غونډه وشوه چې ورته د خیبر سیاسي اتحاد یوه مشر زاهد اپرېدي وویل چې حکومت دې د هغې پېښې داسې تحقیقات وکړي چې ولس مطمین کړي. "دا پېښه ډېره خطرناکه ده. په دې کې پولیس او ډول ډول خلک ککړ دي. دا څنګه محکمه ده چې خپل پولیس یې په جرمونو کې ککړ دي او دوی ترې نه خبرېږي؟ د دوی سپېشل برانچ او نورې اېنټېلېجنس (استخباراتي) ادارې څه کوي؟"

د خیبر خلک وایي په وروستیو کې هلته ځینو خلکو ته د باج لپاره ټېلېفونونه کېږي او د نه ورکولو په صورت کې ورباندې حملې کېږي. د سیمې سیاسي فعالان او د ځایي حکومتونو استازي تور پورې کوي چې ځینې ډلې د پولیسو په مرسته هغه کارونه کوي.

که پولیس د پولیسو پلټنې کوي نو موږ پرې اعتماد نه شو کولی. که د دوی پر [اداره] تور راځي نو دوی به یې له بدنامۍ بچوي
هاشم خان اپرېدی

د باړې د ملک دینخېلو یوه سیاسي مشر هاشم خان اپرېدي د سېپټېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې له نیول شویو کسانو څخه باید د پولیسو پر ځای عدالتي کمېشن تحقیقات وکړي. "که پولیس له پولیسو پلټنې کوي نو موږ پرې اعتماد نه شو کولی. که د دوی پر [اداره] کوم تور راځي نو دوی به یې له بدنامۍ بچوي. په تېرو کلونو کې چې د بتې (باج) اخیستو کومې پېښې شوي دي، په دې کې زیاتره سرکاري کسان ککړ وختل."

خو د خیبر ضلعې د پولیسو دفتر وايي چې د خپلو سرتېرو پرضد اقدامات کوي. د پولیسو په وینا، تر دې وړاندې یې هم یوشمېر سرتېري د نشه یي توکو د قاچاق او استعمال په تور له دندو ګوښه شوي دي.

څه موده مخکې د نشه یي توکو ضد ځواک (اېنټي نارکاټېکس فورس) یو پولیس افسر په دې تور نیول شوی وو چې په خپل موټر کې یې یې نشه يي مواد قاچاقول.

داراز، څه موده مخکې د باړې د پولیسو پر یوه افسر په مقدمه کې تور پورې شوی وو چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) له ځینو غړو سره په ګډه د تاوان لپاره د خلکو په تښتونو او په خپل شخصي زندان کې د ساتلو په پېښو کې ککړ وو.

پولیس وايي، عدالتونو د دې تورونو پر اساس ځینې پولیس خوشې کړي او ځینو ته یې سزاګانې اورولې دي.

د خیبر ضلعي پولیسو مشر سلیم کلاچي د سېپټېمبر پر ۳۰مه په خیبر کې پرانیستې غونډې (کولي کچهري) ته باور ورکړ چې د باړې د شلوبر په پېښه کې ککړو پولیسو ته به له قانون سره سمه سزا ورکړي او د هغو عناصرو تر شا هغه شبکه به معلومه کړي چې خلکو ته د باج لپاره ټېلېفونونه کوي.

XS
SM
MD
LG