د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر انتظامیه وايي د تورخم دروازې کنټرول پوځ په لاس کې اخیستی


د تورخم تر دروازې د بندېدو له وجې د سېپتمبر پر اوومه مال وړونکي ګاډي ولاړ دي.
د تورخم تر دروازې د بندېدو له وجې د سېپتمبر پر اوومه مال وړونکي ګاډي ولاړ دي.

د خیبر پښتونخوا خیبر ضلعې انتظامیه وایي چې د لنډي کوتل له میچنۍ چیک پوسټه تر تورخم صفري نکتې پورې ټول کنټرول د پاکستان پوځ په خپل لاس کې اخیستی او هلته څوک نه ورپرېږدي.

د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د سېپټېمبر په نهمه نېټه مشال ريډیو ته وویل چې تر اوسه د تورخم دروازې خلاصېدو په اړه ورته څه نه دي ویل شوي.


د تورخم لاره د سېپټېمبر په شپږمه د پاکستاني ځواکونو او د طالب سرتېرو ترمینځ له ډزو وروسته وتړل شوه.

دروازې د تړل کېدو له وجې زرګونه خلک د تورخم نه پورې راپورې ایسار پاتې دي چې پکې ځینې یې ناروغان هم دي.

افغانستان ته د تلو لپاره تورخم ته ورغلی نجیب الله وایي د کینسر ناروغ یې پېښور ته تر درملنې وروسته خپل کلي ته ستنېږي خو د دروازې د بندېدو له وجې ایسار پاتي دي.

هغه وویل: ''دلته مو د ورځې په حساب ډېره خرچه راځي چې کومې روپۍ مو له ځان سره راوړې وې هغه ختمې شوې. دواړو خواوو ته د کینسر مریضان ایسار پاتې دي ځينې ناروغان هغې غاړې ته پاتې دي او پېښور شوکت خانم ته وړل یې ډير مهم دي. موږ دواړو هېوادونو له واکمنو غوښتنه کوو چې دا کشاله هواره کړي.''

په لنډي کوتل کې ایسار شوي زیاتره افغان وګړي بېرته پېښور ته ستانه شوي دي.

یو بل افغان وګړی دل اغا هم ورته شکایت کوي. هغه مشال راډیو ته وویل: ''مور مې د زړه ناروغي لري دلته پېښور ته مې راوستلې وه پخوا هم په تورخم د تګ راتګ مشکلات ول خو یوازې ناروغان او ورسره یو تن خدمتګار به یې بې له پاسپورټ او ویزې پریښودل خو د تېرو څو ورځو راهیسې هر څه بند دي په تورخم دروازه کې نښته شوې او څوک نیږدې هم نه شي ورتللی. خرچه راسره هم په ختمېدو ده او نور وس نه لرو چې په هوټلونو کې شپې تیرې کړو.''

د تورخم لارې تړل کېدو له وجې نه یوازې دا چې د مساپرو تګ راتګ بند شوی بلکې تجارت هم ځنډېدلی دی. دواړو غاړو ته په مالونو بار ګاډي ولاړ پاتې دي. په تورخم کې د ګمرک دفتر او همدا رنګه د صادراتو او وارداتو خونې د سېپتمبر پر نهمه هم تړلې دي.

د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، تر اوسه ورته له اسلام اباده داسې معلومات نه دي ورکړل شوي چې د لارې د پرانیستو په اړه څه اقدامات شوي او که نه؟ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر په اوومه رسنیو ته ویلي ول چې له پاکستانیو چارواکو سره یې خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې ژر مسله هواره کړي.

په تورخم کې تر دې مخکې هم د دواړو خواوو د سرتېرو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي چې له کبله یې د خلکو تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري ځنډېدلې ده.

د اګست پر پینځمه د پاکستان اېف سي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

XS
SM
MD
LG