د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم: د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې،‌ لار تړلې ده


 په تورخم کې ولاړ افغان طالبان او پاکستاني سرتيري - انځور له ارشيفه
په تورخم کې ولاړ افغان طالبان او پاکستاني سرتيري - انځور له ارشيفه

د خیبر ضلعې چارواکي وایي په تورخم کې پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو په يو بل ډزې کړې چې له کبله یې دروازه تړلې ده.

چارواکو د سيپتمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې پېښه ماسپښین مهال هغه وخت وشوه چې د تورخم هغې غاړې ته واکمنو طالبانو مورچه جوړوله او د پاکستان امنیتي ځواکونو منع کړل. له دې سره دواړو غاړو پر یو بل ډزې وکړې.

د تورخم یو پولیس چارواکي ناهید خان مشال راډيو ته وویل چې دواړو غاړو ته پیل شوی ډزې درېدلي دي خو د تورخم لاره د هر قسمه تګ راتګ لپاره تړل شوې ده. خان زیاته کړه چې په نښته کې يو پاکستانی سرتيری زخمي شوی دی.‌ يوې سرچينې چې نوم خپرول یې نه غوښتل، ازادي راډيو ته ويلي چې په دې نښتو کې ۴ طالبان وژل شوي دي.

يو عيني شاهد اسرار احمد شينواري مشال راډيو سره د ټيليفون له لارې په خبرو کې وويل چې د تورخم دواړو خواوې له خلکو خالي شوي ځکه چې خلک له ډزو ځانونه بچ کوي. هغه چې د خبرو تر څنګ يې د ډزو اوازونه اورېدل کېدل، پر چارواکو غږ وکړ چې مسله د مذاکراتو له لارې حل کړي.

تر دې وړاندې د اګست پر پنځمه د پاکستان اېف سي ځواک سرتیرو او طالب ساتونکو ترمینځ تر شخړې وروسته تورخم د څو ساعتونو لپاره تړل شوی وو. په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو په سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

د تورخم له لارې کاروبارکونکيو او پر دې لاره پاکستان او افغانستان ته تګ کوونکيو په وار وار پر چارواکو غږ کړی چې سياسي ستونزې بايد دروازې بندې نه کړي. افغانستان ته مال لېږونکي مجیب شینواري د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته ويلي‌وو چې په تورخم کې زیاتره وخت د دواړو خواوو د ځواکونو ترمینځ پر معمولي خبره تر بحث او تکرار وروسته دروازه وتړل شي چې د دوی سوداګري اغيزمنوي.

د هغه په وینا، د دې له کبله بیا له مالونونو ډک ګاډي ایسار پاتې شي چې له امله یې عامو سوداګرو ته هره ورځ په لویه کچه تاوان رسېږي. شينواري وویل: '' که دروازه د تجارت لپاره هر وخت خلاصه وي او د پاکستان او افغانستان پر سرحدونو موجود کسانو واکونه کم کړي نو په تجارت به ورسره اغیز نه پریوزي.''

XS
SM
MD
LG