د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې سیاسي اتحاد د هدفي حملو مخنيوی غوښتی


سږ کال د جولای پر ۲۰مه په باړه کې تر بمې چاودنې وروسته امنیتي کسان د پېښې ځای ګوري - انځور له ارشيفه
سږ کال د جولای پر ۲۰مه په باړه کې تر بمې چاودنې وروسته امنیتي کسان د پېښې ځای ګوري - انځور له ارشيفه

د باړې سیاسي اتحاد مشران وایي حکومت دې مخ پر زياتېدونکو هدفي وژنو مخنیوي په کولو سره د خلکو اندېښنې ليرې کړي.

د باړې سیاسي اتحاد مشر شاه فیصل اپریدی د سيپتمبر پر ۱۹مه، مشال راډیو ته وویل چې په باړه کې په تېرو ۱۰ ورځو کې ۴ هدفي بریدونه شوي او ۳ تنه پکې وژل شوي او یو ډاکټر پکې ژوبل شوی دی.

هغه وویل: ''دلته د ریاستي ادارو واک په نظر نه راځي. د چا چې څه وخت خوښه شي خلک وژني او تښتوي یې. د قلنګونو لپاره ورته ټېلېفونونه کوي. بله مسله دا ده چې د شپې چې پر چیک پوسټ ډزې وشي نو امنیتي ځواکونه یې په ځواب کې هرې خوا ته ډزې کوي چې بازارونو او عامو ابادیو ته پکې زیان اوړي.''

چې پر چیک پوسټ ډزې وشي نو امنیتي ځواکونه هرې خوا ته ډزې شروع کړي. په بازارونو او عامو ابادیو ته پکې زیان اوړي.
شاه فیصل اپریدی

په خیبر ضلع کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي چې د ولسي وګړو ترڅنګ پکې پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو هم مرګژوبله اوښتې ده. په سیمه کې د ناامنۍ پېښو ضد په جولای او اګست کې د امن په نوم لویې غونډې او جلسې وشوې.

دا راز د تيرا او باړې قومي مشرانو پرېکړه کړې چې هېڅوک به په سیمه کې د "امن لښکرو" جوړولو ته نه پرېږدي. قومي مشرانو د اګست پر ۱۹مه په یوه جرګه کې وويل چې ځايي ولس ته د امن لښکرو اجازه نه شته ځکه چې پخوا د هغو لښکرو جوړولو او وسلو اخیستو ولس ته خورا زیات زیان رسولی دی.

سیاسي او مدني فعال ذاهدالله اپریدی وایي چې په په باړه کې ټولې امنیتي ادارې شتون لري خو د دې باوجود هلته مرګ ژوبله روانه ده. ''خلک ډېر اندېښمن دي چې دا پېښې ولې بیا شروع شوې. موږ له واکدارانو غوښتنه کوو چې هدفي وژنو مخه دې ونیسي او امن دې قایم کړي.''

سږ کال په جولای کې د باړې تحصیل پر ودانې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې پکې څلور پولیس ووژل شول. تر دې وروسته د جمرود علي مسجد په یوه جمات کې ځانمرګي برید د پولیسو یو ایډیشنل اېس اېچ او ووژل شو.

د پېښور د ترهګرې ضد څانګې سي ټي ډي او د خیبر ضلعې پولیسو وروستیو کې دعوه وکړه چې په خیبر ضلع کې یې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ نیټ ورک معلوم کړی. دوی زیاتوي چې د ترهګرۍ سهولت کار یې نیولي او ځینې وسلوال یې د عملیاتو پر وخت وژلي دي.

د خیبر په باړه او تیرا کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې سر ته ورسېدل او کډوال ورستانه شول خو د سېمې ولس وایي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې هلته بیا د بدامنۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي. بلخوا حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG