د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تورخم لارې په اړه د طالبانو د حکومت پر دريځ حيرانتيا ښوولې ده


Mumtaz Zahra Baloch
Mumtaz Zahra Baloch

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د تورخم لارې د تړدل کېدو په اړه د افغان طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت بیان د حيرا نتیا وړ دی.

د سېپتېمبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې وويل چې افغان چارواکو ته مالومه ده چې د تورخم دروازې د بنديدو تر شاه څه لاملونو دي.

هغې وویل چې پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان د موقت حکومت له خوا د هېڅ ډول تعمیراتو جوړول ځکه نه شي منلی چې دا يې د هېواد د خپلواکۍ پر ضد يو ګام دی.

هغې دعوه وکړه چې د سېپټېمبر پر شپږمه چې کله پاکستانيو ځواکونو د دغه "غير قانوني" تعمیراتي کار مخه ونيوه نو افغان ځواکونو د یوه سوله ییز هوډ پر ځای د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه کړې، د تورخم د پولې په ترمینل کې یې ودانۍ زیانمنې کړې او د پاکستان او افغانستان ولسي وګړو ژوند یې په خطر کې واچاوه.

دا تر هغې وروسته ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سېپتېمبر پر ۱۰مه په یوه اعلامیه کې د تورخم دروازې بندول او د دوی په وسله‌والو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام وباله.

د تورخم لارې تړل کېدو له کبله دواړه غاړې ته په سلګونه ګاډي ولارې دي. پخوانی انځور
د تورخم لارې تړل کېدو له کبله دواړه غاړې ته په سلګونه ګاډي ولارې دي. پخوانی انځور

وزارت په وینا د تورخم دروازې تړل د دواړو غاړو سوداګري زیانمولای شي او همدا شان ادعا یې کړې وه چې پاکستانی لوری ډېر وخت د افغانستان د مېوو او سبزیو د حاصلاتو د رسېدو پر مهال په نه توجېه کېدونکو پلمو دروازې تړي او د سیمې سوداګري له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

بلخوا د تورخم لارې پرانیستلو لپاره د افغان طالب چارواکو او پاکستان حکومت استازيو ترمیبنځ خبرې اترې بې نتیجې پای ختمې شوې دي.

په تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسارۍ لخوا رسنيوو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې کميسار مولوي عصمت الله یعقوب له پاکستاني چارواکو سره د سېپتېمبر پر ۱۰مه مذاکرات درلودل خو د ټولو مسايلو په حل هوکړه ونه شوه چې له همدې امله دروازه پر شپږمه ورځ هم تړلې پاتې شوه.

د خیبر یوه انتظامي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او افغان طالبانو ترمینځ په صفري نکته کې غونډه وشوه چې پکې د تورخم دروازې خلاصولو او افغان لورې ته د پوستې جوړولو په موضوعاتو خبرې وشوې او یو بل ته یې ګیلې مانې وکړې.

چارواکي زیاتهکړه چې په غونډه کې د پاکستان لخوا د ملېشې خیبر رایفلز ځواک کمانډنټ کرنل عاصم کیاني، لیفټننټ کرنل اصف مجتبی، ليفټننټ کرنل زین العابدین او د افغان طالبانو له لورې د تورخم کمیسار قاری عصمت الله او د سرحد د امنیت مسول قاری معراج الدین سره د خپلو نورو واکمنو ګډون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د لواړګي له مېچنۍ پوستې څخه د تورخم تر صفري نقطې پورې د سیمې واک په خپل لاس کې اخیستی دی.

د تورخم لاره د سېپټېمبر پر شپږمه د پاکستاني ځواکونو او د طالب سرتېرو ترمینځ له ډزو وروسته وتړل شوه.

د لارې تړل کېدو له وجې د لسګونو مال وړونکو ګاډو ترڅنګ زرګونه خلک هم بند پاتې دي چې پکې ناروغان هم شامل دي.

يو ډرايور، سحر ګل د سيپتمبر پر ۱۰ مه، مشال راډيو ته وويل چې ګڼ خلک بند پاتې دي نو ځکه بايد لاره ژر تر ژره خلاصه شي.

هغه وویل ''څو ګاډي ورغلل. چا مریضان وېوړل او چا مړي. خو واپس راغلل. دلته په ګيسټ هاوسونو کې ډېر خلک منتظر دي. ګیسټ هاوسونه ډک دي. مریضان هم پکې دي. موږ وايو چې دا لار دې ژر پرانیستل شي. دا نېږدې ده او موږ ته یې ډېره فايده ده.''

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې پاکستانیو ځواکونو هغه مهال پر طالب سرتېرو ډزې وکړې چې هغوی یوه پخوانۍ پوسته رغوله.

په بیان کې راغلي دي چې پاکستان د مشکلاتو جوړولو ته "پلمې" لټوي.

پاکستانیو چارواکو په سمدستي ډول د طالبانو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د سېپټېمبر پر نهمه یې د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې د سېپټېمبر پر پینځمه طالبانو پوستې جوړولې او په دې توګه یې "د دوه اړخیزه موافقو سرغړونه" کړې چې تر هغې یوه ورځ وروسته "نښته وشوه."

د تورخم پر سړک سلګونه مال وړونکي ګاډي بند پاتې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

د خیبر چارواکي وايي، په ډزو کې یو پاکستانی سرتېری ژوبل شوی دی.

په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو یو چارواکي مشال راډیو ته وویل، هغې خوا ته هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې خو کره شمېر یې و نه ښووله.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د سېپټېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې حکومتي چارواکي یې له طالب چارواکو سره په رابطه کې دي.

تر هغې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي ول چې د پاکستان له چارواکو سره یې خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې مسله ژر هواره کړي او د تورخم لاره بیا د تګ راتګ لپاره خلاصه شي.

په تورخم کې تر دې مخکې هم د دواړو خواوو د سرتېرو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي چې له کبله یې د خلکو تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري ځنډېدلې ده.

د اګست پر پینځمه د پاکستان اېف سي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

XS
SM
MD
LG