د لاسرسي ځای

تازه خبر

مساپر د تورخم لارې په خلاصېدو خوشاله دي


مساپر د تورخم لارې په خلاصېدو خوشاله دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

د سېپټېمبر د ۱۶مې نېټې په سهار د تورخم دروازه د مساپرو او تجارانو پر مخ یو ځلې بیا پرانېستل شوه. دا لاره د سېپټېمبر په شپږمه په تورخم کې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته تړل شوې وه. د لارې د پرانېستل کېدو وروسته دواړو غاړو ته ولاړ مساپر او همدا رنګه د تجارتي اموالو ګاډي د جلال اباد او پېښور لوري ته واوړېدل. ځینو مساپرو مشال راډیو ته وویل، د لارې په پرانېستل کېدو خوشاله دي. دوی غوښتنه کوله چې دواړه لوري دې خپلې ستونزې پرته له دې چې لارې وتړل شي، حل کوي.

XS
SM
MD
LG