د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په خیبر کې د ځمکو او شجرو ثبتولو پروژه پیل کړې ده


په قبایلي ضلعو کې په ځینو ځمکو د قبیلو ترمینځ لانجې شتون لري ـ انځور له ارشیفه.
په قبایلي ضلعو کې په ځینو ځمکو د قبیلو ترمینځ لانجې شتون لري ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر ضلعې انتظاميه وايي، هلته یې د مځکو د رجسټرېشن، شجره نسب جوړولو او د ځمکو پر سر د شته شخړو هواري لپاره یې عملي کار پیل کړی دی.

د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د مځکو ریکارډ هم داسې جوړول پکار دی لکه د نورو بندوبستي سیمو هغه چې جوړ شوی دی.

هغه وویل: ''په لومړۍ مرحله کې د خلکو د نسب شجرې جوړېږي چې دا خلک څوک دي، پلرونه نیکونه یې څوک ول او بچي لمسیان یې څوک دي او سکونت یې چېرته دی؟ په لنډي کوتل کې موږ دا کار سر ته رسولی خو که څوک ترې پاتې وي نو په لنډي کوتل بازار کې په مزمل پلازه کې د پټوار خانې دفتر خلاص دی، هلته ورتلای شي او خپله شجره پکې معلومولی شي او تحصیح هم پکې کولی شي.''

ده وویل، د خیبر پښتونخوا د پلان او پرمختګ ادارې د دې لپاره د جغرافیایي معلوماتو نظام له لارې یوه منصوبه منظوره کړې ده.

پخوانۍ قبایلي سیمې د ۲۰۱۸م کال په مې کې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړل شوې خو لا هم پکې د نورو بندوبستي سیمو په څېر هر څه د قانون چوکاټ ته نه دي اچول شوي.

ارشاد مومند وویل، په دویمه مرحله کې به د ټولو زمکو پیمایش کېږي او په موقع به د دې مالکان یا دعویدار راغواړي او په سرکاري ریکارډ کې یې ثبتوي.

هغه وویل چې په کومه ځمکه لانجه وي یا پرې په عدالت کې مقدمه روانه وي هغه هم ثبتوي او بیا د دې لپاره د مینځګړو (ثالثانو) کمیټۍ جوړېږي او چې کله په ځمکه لانجه ختمه شي نو هغه به هم لیکي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د هغې صوبې له حکومت سره موافقه لاسلیک کړې ده.

د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم تر موافقې لاسلیک کولو وروسته وویل چې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره یې د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ته د پینځه مېلیونه امریکايي ډالرو سامانونه هم ورکړل.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو په اړه د جامع نظام د نشتوالي له امله پر یو شمېر ځایونو کې د قبیلو ترمینځ د ځمکو پر سر لانجې دي چې په ځینو وختونو کې د مرګژوبلې سبب ګرځیدلی دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت د ستونزې د حل لپاره قانون سازي کړې او په قبایلي ضلعو کې یې د ځمکو رجسټریشن او ریکارډ جوړولو لپاره پروژې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG