د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرېوران وايي د تورخم لارې بندېدو له وجې پر سړک شپې سبا کوي


ډرېوران وايي، له لیرې ځایونو خواړه او اوبه راوړي - د سېپټېمبر نهمې انځور.
ډرېوران وايي، له لیرې ځایونو خواړه او اوبه راوړي - د سېپټېمبر نهمې انځور.

د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تر نښتو وروسته د تورخم لارې تړل کېدو له کبله له پېښوره تر تورخمه د مال وړونکو ګاډو لوی قطارونه جوړ دي او ډرېوران او مرستیالان یې پر سړکونو شپې سبا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د لواړګي له مېچنۍ پوستې څخه د تورخم تر صفري نقطې پورې د سیمې واک په خپل لاس کې اخیستی دی.

د تورخم لاره د سېپټېمبر پر شپږمه د پاکستاني ځواکونو او د طالب سرتېرو ترمینځ له ډزو وروسته وتړل شوه.

د لارې تړل کېدو له وجې د لسګونو مال وړونکو ګاډو ترڅنګ زرګونه خلک هم بند پاتې دي چې پکې ناروغان هم شامل دي.

د مال وړونکو ګاډو ډرېوران وايي له زښت کړاو سره مخامخ دي نو ژر دې چارواکي لاره پرانیزي.

یو ډرېور ضیا الحق مشال راډیو ته وویل چې په ټرک کې یې غوړي بار کړي دي او جلال اباد ته یې لېږدول غوښتل خو د لارې تړل کېدو له کبله بند پاتې شو او اوس له ډېر مشکل سره مخامخ دی. "پینځمه ورځ ده چې دلته په لویو قطارونو کې ولاړ یو، د خوراک بندوبست نه شته، له ډېر لیرې ځایه خواړه راوړو او یو نیم وخت خو نهاره هم تېره کړو، اوبه هم نه شته."

ډرېوران وايي شپه هم په ویښه تېروي چې څوک یې له ګاډو څخه بیټرۍ یا بل شی غلا نه کړي - د سېپټېمبر نهمې انځور.
ډرېوران وايي شپه هم په ویښه تېروي چې څوک یې له ګاډو څخه بیټرۍ یا بل شی غلا نه کړي - د سېپټېمبر نهمې انځور.

یو بل ډرېور امین شاه هم ورته ستونزې بیانوي او وايي، "ټوله شپه له دې وېرې په ویښه تېروو چې څوک مو له ګاډو څخه بیټړۍ او تېل و نه باسي، دلته د غلو خطر ډېر زیات دی."

دی وايي، په سیمه کې جومات هم نه شته او د لامبلو لپاره اوبه هم نه لري.

امین شاه د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غواړي چې ژر دې ورته د تورخم لاره بیا پرانیزي.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې پاکستانیو ځواکونو هغه مهال پر طالب سرتېرو ډزې وکړې چې هغوی یوه پخوانۍ پوسته رغوله.

په بیان کې راغلي دي چې پاکستان د مشکلاتو جوړولو ته "پلمې" لټوي.

پاکستانیو چارواکو په سمدستي ډول د طالبانو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د سېپټېمبر پر نهمه یې د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې د سېپټېمبر پر پینځمه طالبانو پوستې جوړولې او په دې توګه یې "د دوه اړخیزه موافقو سرغړونه" چې تر هغې یوه ورځ وروسته "نښته وشوه."

د خیبر چارواکي وايي، په ډزو کې یو پاکستانی سرتېری ژوبل شوی دی.

په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو یو چارواکي مشال راډیو ته وویل، هغې خوا ته هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې خو کره شمېر یې و نه ښود.

د پاکستان ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د سېپټېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې حکومتي چارواکي یې له طالب چارواکو سره په رابطه کې دي.

تر هغې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي ول چې د پاکستان له چارواکو سره یې خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې مسله ژر هواره کړي او د تورخم لاره بیا د تګ راتګ لپاره خلاصه شي.

په تورخم کې تر دې مخکې هم د دواړو خواوو د سرتېرو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي چې له کبله یې د خلکو تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري ځنډېدلې ده.

د اګست پر پینځمه د پاکستان اېف سي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

XS
SM
MD
LG