د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او طالبانو د حکومتي سرتېرو تر نښتې وروسته د تورخم لاره پر دویمه ورځ هم تړلې ده


په تورخم کې د طالبانو د حکومت سرتېري د ور تر تړل کېدو وروسته پهره کوي - د سېپټېمبر شپږمې انځور.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت سرتېري د ور تر تړل کېدو وروسته پهره کوي - د سېپټېمبر شپږمې انځور.

د پاکستانیو ځواکونو او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر ډزو وروسته د تورخم لاره پر دویمه ورځ هم تړلې ده.

د دواړو خواوو چارواکي او عیني شاهدان وايي، د سېپټېمبر پر شپږمه طالبانو په تورخم کې خپل لوري ته یوه پوسته جوړوله خو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو منع کړل نو نښته پیل شوه او پکې سپکې او درنې وسلې استعمال شوې.

د خیبر انتظامي چارواکي وايي، نښته تر شاوخوا دوو ساعتونو پورې روانه وه چې پکې د اېف سي ځواک یو سرتېری ژوبل شوی او هلته ولاړ ګاډي او ودانۍ په مرمیو لګېدلي دي او ورته زیان اوښتی دی.

په تورخم کې د خیبر د پولیسو یو مشر ناهید خان اپرېدي د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې د چارشنبې (شورو) ورځې تر نښتې وروسته اوس په سیمه کې ارامي ده او "د کسټم (ګمرک) د تحصیلدار دفتر په ګولیو لګېدلی دی خو داسې څه لوی زیان نه دی شوی."

په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو چارواکي شاهد الله مشال راډیو ته وویل چې هغې خوا ته هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده خو کره شمېر یې و نه ښود.

تر هغې پېښې وروسته د سېپټېمبر پر اوومه هم په تورخم کې د ګمرک دفترونه تړلي دي، دوه اړخیزه سوداګري درېدلې ده او دواړو خواوو ته په مالونو بار سلګونه ګاډي ولاړ دي.

داراز، د تورخم بازار او ودانۍ خالي دي او له باچا مېنې کلي څخه خلک وتلي او لواړګي (لنډيکوتل) ته تللي دي.

له دې پرته، په پېښور او لواړګي کې یوشمېر افغان مساپر چې پکې ناروغان او ښځې او ماشومان هم شامل دي، د تورخم وره تړل کېدو له کبله بند پاتې دي.

د لواړګي یو اوسېدونکي حاجي الیاس خان مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان او د طالبانو حکومتونه دي دا "ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي ځکه چې دواړو خواوو ته مېشت خلک ډېر په تکلیف کې دي. دې اړخ ته افغان مساپر او ناروغان هم په دې انتظار دي چې افغانستان ته واوړي."

دی زیاتوي چې په تورخم کې مېلمستونونه (هوټلونه) او د استوګنې ځایونه نه شته خو په کار ده چې د دواړو خواوو چارواکي هغو کسانو ته د تګ اجازه ورکړي چې هلته ورجمع شوي دي.

تر تاوتریخوالي وروسته په تورخم کې ګڼ مال وړونکي ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.
تر تاوتریخوالي وروسته په تورخم کې ګڼ مال وړونکي ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.

په تورخم کې تر دې مخکې هم د دواړو خواوو د سرتېرو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي چې له کبله یې د خلکو تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري ځنډېدلې ده.

د اګست پر پینځمه د پاکستان اېف سي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

د تورخم له لارې کاروبار کوونکو او پر هغه لاره پاکستان او افغانستان ته تګ راتګ کوونکو په وار وار پر چارواکو غږ کړی چې د سياسي ستونزو له کبله باید دروازې بندې نه کړي. افغانستان ته مال لېږدوونکي مجیب شینواري د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته ويلي‌ ول چې په تورخم کې اکثر وخت د دواړو خواوو د ځواکونو ترمینځ پر معمولي خبره تر بحث او تکرار وروسته دروازه وتړل شي چې د دوی سوداګري اغېزمنوي.

د هغه په وینا، د دې له کبله بیا له مالونونو ډک ګاډي ایسار پاتې شي چې له امله یې سوداګرو ته هره ورځ په لویه کچه تاوان رسېږي.

شینواری زیاتوي چې که د پاکستان او د طالبانو حکومتونه په تورخم او نورو ځایونو کې د خپلو سرتېرو واک کم کړي نو د تاوتریخوالي پېښې به نه کېږي او ورسره به سوداګري هم نه اغېزمنېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستان له چارواکو سره یې خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې مسله ژر هواره کړي او د تورخم لاره بیا د تګ راتګ لپاره خلاصه شي.

XS
SM
MD
LG