عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په بنو کې د ناامنۍ ضد د سوداګرانو او ځايي مشرانو احتجاجي پرلت دوام لري. دا ناسته د ډېسېمبر پر پینځمه پیل شوې وه. پرلتوال وايي، له حکومته یې اساسي غوښتنه دا ده چې په سیمه کې دې امن بحال کړي او د خلکو سر او مال خوندي کړي. بل لوري ته حکومتي چارواکي وايي، له احتجاجیانو سره یې خبرې روانې دي.
په بنو کې د سرو زرو د دوکاندارانو د وژنو د پېښې پرضد د ډېسېمبر پر پینځمه پرلت پیل شوی دی. دوی له حکومت څخه د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي. هغه درې دوکانداران د نومبر پر ۲۸مه نېټه نامعلومو وسلوالو په ميرلي کې وژلي ول. ویډیويي رپورټ.
د پولیسو لخوا د ډېسېمبر پر پينځمه مشال راډيو ته د ورکړل شویو معلوماتو تر مخې، حاجي عبدالصمد او ګران وزير يې د رياست ضد د خلکو پارونې او په جلسو کې د امنيتي ځواکونو ضد د ویناګانو کولو په تور نيولي دي.
په ترسره شوي دې لاریون کې د جانيخېلو مشرانو، ځوانانو او د سکولونو زده کونکو ګډون وکړ. دوی وايي، په سیمه کې هدفي بريدونه روان دي او وسله وال ازاد ګرځي.
دا هغه قبیلې دي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتونو له وجې له ډېرو کلونو راهیسې په بنو او خواو شا نورو سیمو کې اوسېږي او تر اوسه ورته حکومت د واپسۍ اجازه نه ده ورکړې.
د میرلي د تاڼې یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال راډیو ته یې وویل چې "نامعلومو وسله والو" د شپې یو زرګر او د هغه دوه نور ملګري په دوکان کې له خوبه پاڅولي او له ځان سره بېولي چې بيا وروسته يې په ډزو وژلي دي.
د جانيخېلو مشرانو د نومبر پر ۲۷مه نېټه په جرګه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې د دوی د پرلت په نتیجه کې ورسره تړون کړی وو
د پولیو کنټرولولو اداره وايي، د ډېسېمبر له پینځمې څخه په پیلېدونکي دویم پينځه ورځني کیمپېن کې به د پېښور، خیر، نوښار، مومندو، باجوړ، سوات، جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان لکونه ماشومان واکسینېږي.
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشران وايي، په لومړي سر کې به د پولیسو دا ځانګړې ډلګۍ په میرلي او میرامشا کې فعالیت پیلوي ځکه چې دم ګړۍ ته هلته حالات خراب دي خو بیا وروسته به د یادې قبایلي ضلعې نورو سیمو ته هم دوی واستول شي.
یادو قبیلو نن (نومبر پر ۲۴مه) په بکاخېلو کې یوه جرګه کړې چې پکې يې د احتجاج په توګه د غلام خان د تجارتي لارې تړلو فیصله کړې ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې حنیف پښتین په بې بنیاده مقدمه کې نیول شوی او په زندان کې ساتل شوی دی.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتین هم د نومبر پر ۱۴مه ټوېټر لیکلي دي چې په وروستۍ قضیه کې د وزیر ضمانت شوی دی. پر وزیر په ۲۰۲۰ز کال کې په میرامشا کې د لاوډ سپیکر قانون سرغړونې په تور مقدمه دایره شوې وه.
د خيبر پښتونخوا حکومت او پوځي چارواکو دا رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې امن به پر ځای ساتي. صوبايي حکومت وايي، امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ځایونو کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او وسلوال حکومتي عملدارۍ چیلېنجولو ته نه پرېږدي.
د چارواکو په وینا، دا چې د پوځ د سرتېرو موټر زري (بم پروف) وو نو ځکه په دغه ځانمرګي برید کې د پوځ غاړې ته ځاني تلفات وانوښتل خو په ژوبلو عسکرو کې د دوو حالت نازک ښودل شوی دی.
د شمالي وزیرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي خان هم د نومبر پر شپږمه تر خبرو اترو وروسته له رسنیو سره وغږېدی او ویې ویل چې د دوی ترمینځ ټولې ستونزې حل شوې دي.
د میرامشا تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر لومړۍ نېټه په تپي سیمه کې وسلوالو یو ځايي کس نوشېر الله وویشت او وتښتېدل. د پولیسو په خبره، هغه تن غریب وو او پاپړ به یې خرڅول.
مخ پټو وسلوالو د شپې پر ۸ بجې د ایپي کلي اوسېدونکی لطیف الله په ډزو وواژه او وتښتېدل.
نور وښیئ