د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې پر وسله والو او په ډېره اسماعیل خان کې پر پولیسو بریدونه شوي


د پاکستان پوځ په قبایلي ضلعو کې له ډېرو کلونو راهیسې عملیات کوي خو وسله وال بیا هم سر راپورته کوي: انځور له ارشیفه
د پاکستان پوځ په قبایلي ضلعو کې له ډېرو کلونو راهیسې عملیات کوي خو وسله وال بیا هم سر راپورته کوي: انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي، په جنوبي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال وژلي دي.

د پوځ یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا وسله وال یې د جنورۍ پر پنځمه په واڼه کې وژلي دي. د دوی په وینا، دا ټول د تحریک طالبان پاکستان غړي وو او په منځ کې یې یو کمانډر او دوه ځانمرګي هم وو.

دغه افسر مشال راډیو ته وویل، د پټو استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو وروسته، د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته. وژل شوی قوماندان د اعظم وارسک سیمې تورحافظ ښودل کېږي. د پاکستان د پوځ دغه افسر دا هم وویل چې وژل شوي کسان پر پاکستاني پوځ او پولیسو د ډېرو بریدونو تر شا په لاس درلودلو تورن ول. د پاکستان پوځ د وژلو شویو وسله والو عکسونه هم له رسنیو سره شریک کړي دي.


تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي خو په ډېره اسماعیل خان کې د شوي هغه برید زمه واري یې منلې ده چې پنځه پولیس پکې ټپي شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پولیس تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ په پنځمه وسله والو هلته د پولیو ضد کمپاین پر امنیت ساتونکو ډزې کړې دي چې پنځه پولیس پکې ټپي شوي دي.

چارواکي وايي، د هغوی ټیمونه له پېښې فورا وروسته یادې سیمې ته د پولیسو د مشر محمد شعیب په مشرۍ کې ورسېدل خو تر هغې وسله والو پښې سپکې کړې وې. پولیسو هلته د پلټنې عملیات هم ترسره کړې دي.

په دې وروستیو کې د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اوربند له ختمېدو وروسته، د وسله والو لخوا پر پاکستاني پوځ او پولیسو بریدونه زیات شوي دي. د صوبې په بېلا بېلو ضلعو کې خلکو د بریدونو، هدفي وژنو او نا امنۍ پرضد لاريويونه او احتجاجونه کړي دي.

د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ کې پر دوی ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې د ډېسېمبر پر ۳۱مه وويل چې دوی په ټول پاکستان کې ۲۰۲۲ کال کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي. دوی ادعا کړې چې په دې بریدنو کې يې ۱۰۱۵ پوځيان، پولیس، د استخباراتي ادارو کارکوونکي او د حکومت ملاتړ لرونکي امن کمېټو غړي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG