د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د شمالي وزیرستان د بېکوره شویو کډوالو د ستنېدو نېټه اعلان کړه


په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستاني پوځ لخوا د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال تر يو ميليون زیات کسان له شمالي وزیرستانه کډه شوي ول. پخوانی انځور
په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستاني پوځ لخوا د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال تر يو ميليون زیات کسان له شمالي وزیرستانه کډه شوي ول. پخوانی انځور

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د بنو له بکاخېلو د شمالي وزیرستان پاتې ټول کډوال خپلو سیمو ته واپس کوي.

پي ډي اېم اې د جنورۍ پر ۲۸مه د یو لیکلي اعلان له لارې معلومات خپاره کړي چې د فبرورۍ له څلورمې تر لسمې نېټې پورې دغه کډوال واپس خپلو سیمو ته استوي.

د دغه اعلان له لارې حکومت د شمالي وزیرستان د ۳۰۰ کلیو بې ځایه شویو کډوالو ته ویلي چې د واپسۍ لپاره دې اماده اوسي.

پي ډي اېم اې وايي، اوس مهال د شمالي وزیرستان ۱۸ زره کورنۍ داسې دي چې لا هم خپلو سیمو ته ستنې شوې نه دي.

یادې ادارې د شمالي وزیرستان بې ځایه شویو کډوالو ته ویلي، د مهال وېش مطابق دې ځانونه واپسۍ ته چمتو کړي او کوم کډوال چې له دې بهیره پاتې شي، نو د مرستو لړۍ به پرې بندېږي. البته هغه کورنۍ چې واپس تلو ته تیارې وي، یاده اداره ورسره په واپسۍ کې پوره پوره مرسته کوي.

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، دا کډوال هغو سیمو ته واپس کېږي چې سیمې یې له وسله والو پاکې اعلان شوې دي. د نوموړي په وینا له افغانستانه راستانه شوي کډوال هم له بکاخېلو کیمپ نه شمالي وزیرستان ته ستنول کېږي او د واپسۍ پر مهال کډوالو ته مراعات ورکول کېږي.

د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ یو مشر ملک رحمت غلام مشال راډیو ته د جنورۍ په ۲۸مه نېټه وویل، هغوی خوشاله دي چې د کډوالو د واپسۍ نېټه اعلان شوه خو غوښتنه یې وکړه چې ستنېدونکو کډوالو ته دې د هغوي په کلیو کې سهولتونه ورکړل شي، د امن باور دې ورکړل شي او د صحت او تعلیم غم دې یې وخوړل شي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب په نامه عملیات کړي وو چې له وجې یې سلګونه زره کورنۍ بې کوره شوي ول. دغه کورنۍ بنو او خواو شا سیمو ته او همدا رنګه د افغانستان خوست او ورڅېرمه سیمو ته کډه شوې وې. له افغانستانه وزیرستاني کډوال د واپسۍ پر مهال نېغ په نېغه خپلو کلیو ته نه لېږدول کېږي، دوی لومړی د بنو په بکاخېل کېمپ کې اړوي او بیا وروسته په مرحله واره توګه وزیرستان ته لېږل کېږي.

XS
SM
MD
LG