عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د میرلي اوسېدونکي او د حیدرخېلو یو مشر فرهاد علي له مشال راډیو سره په خبرو کې د حکومت عملداري تر پوښتنې لاندې راوسته . "د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ورګډېدو وروسته لا هم څنګه هلته خلک غرونو ته خېژي، وسلې کاروی او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی؟"
د اکتوبر پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په سوات او بنو کې ګڼو خلکو په سیمه کې د امن لپاره احتجاجي مظاهرې کړې دي. د سوات په بریکوټ کې "سوات ولسي پاڅون" ولسي غونډه وکړه. بلخوا په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې احتجاجي لاريون وشو.
د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې پر زڼغوزیو يې د بندیز خبره یې د خیبر پښتونخوا له حکومت سره شريکه کړې او هغوی به يې تر وفاقي حکومت پورې ورسوي.
اېف بي ار ويلي چې دا وخت په قبایلي ضلعو کې څه باندې یو لاک بې کاغذه ګاډي موجود دي چې محصول شوي نه دي.
چارواکي وویل، د پوځ د انجینرۍ او تعمیراتي چارو ادارې (فرنټییر ورکس ارګنایزېشن یا اېف ډبلیو او) ګاډی له بنو څخه شمالي وزیرستان ته پر لاره وو چې له سپینوام څلورلارې سره نېږدې یو "۱۷ یا ۱۸ کلن هلک" چې ځان یې په کمپله (کمبل) پوښلی وو، برید وکړ.
سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د پوليو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان دی.
د بنو کېنټ پولیسو مشال راډيو ته په ليږلو معلوماتو کې ويلي چې د اکتوبر پر ۱۷مه، نامعلومو وسله والو د انصاف سټوډنټس فيډرېشن د بنو پخوانی مشر عرفان الله وواژه او د هغه ساتونکی یې ژوبل کړ.
د "لکي مروت ولسي پاڅون" په نوم د اکتوبر ۱۶مې په لاریون کې د فعالانو ترڅنګ د بېلابېلو سیاسي ګوندونو ګډونوالو هم ګډون وکړ.
دا دوکانونه د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوي ول. د سیمې خلکو په وار وار د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې د ړنګو دوکانونو معاوضه دې ورته ورکړل شي. حکومت د معاوضو ورکولو لړۍ پیل کړې او تر دې وړاندې یې هم ګڼو خلکو ته د هغوی د دوکانونو د ړنګېدو په بدل کې معاوضې ورکړې دي
د شمالي وزیرستان د شوال او دته خېلو د زڼغوځیو ځنګلونو مالکان وايي، د پخوا پرتله یې سږ کال حاصلات کم دي. دوی د دې لامل کډوالي او همداراز، د اقلیم یا اب و هوا بدلون یادوي. انتظامي چارواکي وايي، د ځنګلونو مالکانو ته یې پر وخت د زڼغوځیو ټولولو اجازه ورکړې وه. ویډیويي رپورټ.
دا کسان څه موده وړاندې حکومت له افغانستانه بنو ته ورستانه کړي ول چې وروسته به يې شمالي وزیرستان ته لېږدوي. کورونو ته تر ستنېدو پورې حکومت ورته د میاشتې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره روپۍ ورکوي.
یوه پوځي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وژل شوي کسان "ځايي وسلوال" ول خو دا یې و نه ویل چې هغوی د کومې ډلې غړي ول.
پوځي چارواکو څو ورځې وړاندې له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په تیر یو کال کې يې په شمالي وزيرستان کې ۱۲۶ وسله وال وژلي او ۱۵۶ نور ېې نيولي دي.
د ضلعي انتظامیې او د پوځ چارواکو چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري، د نوم نه خپرولو په شرط د اکتوبر پر دويمه ماښام مشال رېډيو ته وويل چې امنیتي ځواکونو له خوا د کورونو تر ړنګولو له مخه په درېیو کې د دوه کورنيو غړي له سيمې څخه وتلې وې.
پوځي چارواکي دا و نه ویل چې د کومې ډلې د مشکوکو وسله والو کورونه یې وران کړي دي. ده د خپل اقدام د مشروعیت یا قانونیت په اړه هم معلومات ور نه کړل. په میرلي کې د مشکوکو وسله والو کورنیو او د سیمې اوسېدونکو یا ځايي مشرانو د کورونو ړنګولو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.
په برید کې د زینب په نوم یوه ښځه ووژل شوه او لیلا ژوبله شوه او بریدګر په تېښته کې بریالي شول. چارواکو او ځايي اوسېدونکو وویل چې دواړه ښځې د لکي مروت د نورنګ سیمې اوسېدونکې دي چې کډوالې دي او په شمالي وزیرستان کې یې خیر ټولاوه.
د دته خېلو بازار په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو ضد د پاکستاني پوځ عملیاتو پر مهال بشپړ ړنګ شوی وو. د شمالي وزیرستان د میرامشاه او میرلي بازارونو ته هم په هغو عملیاتو کې زيان رسېدلی وو.
د شوې تاڼې یوه پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، د خالي (شنبې) ماخوستن مهال وسله والو یو ځايي وګړی رحیم الله وویشت او وتښتېدل.
د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې وسله والو د پنجشنبې (زیارت) شپې مهال د جمرود په نوې ابادۍ کې د پولیسو د ګزمې یا ګشت پر مهال برید وکړ چې پکې سرتېری محسن اپرېدی ووژل شو.
نور وښیئ