د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشاه دوکاندارانو د معاوضې نه ورکول کېدو پرضد د احتجاج ګواښ کړی


د میرامشاه بازار دکانداران د ويجاړو شويو دوکانونو تاوان غواړي.
د میرامشاه بازار دکانداران د ويجاړو شويو دوکانونو تاوان غواړي.

د شمالي وزیرستان د میرامشاه ړنګ بازار دوکاندارانو او مارکېټونو مالکانو ویلي چې که تاوان ورنکړل شو نو د جنورۍ له ۲۰مې احتجاج پیلوي.

دوی د جنورۍ پر ۱۵مه د میرامشاه په پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې یو ځل بیا پر حکومت غږ کوي چې په پوځي عملیاتو کې دوی ته د رسېدلي تاوان ازاله دې وکړي.

د ړنګ بازار دوکاندارانو د کمیټۍ یو غړي حاجي انور حسین خبري غونډې ته وویل چې له اتو کالو په تمه دي او اوس یې معاوضې راغلې دي خو بیا یې هم حکومت نه ورکوي.

ده وویل، "کاروبارونه مو په ټپه ولاړ دي، تر پورو لاندې شوي یو، حکومت د ړنګ جایداد تاوان نه راکوي‌ او پر احتجاج مو مجبوروي."

حاجي انور حسېن وویل چې دوی د جنورۍ تر ۲۰مې لا انتظار کوي او که چېرې راغلې معاوضې ورنکړل شوې نو په احتجاج لاس پورې کوي.

د دوکاندارانو د کمېټۍ یو بل غړي احسان الله خان وویل چې حکومت یو پلو د ۱۲ زرو پر ځای څه د پاسه شپږ زره دوکانونه ړنګ شمارلي دي او بل پلو هم دې دوکاندارانو ته لا هم پوره معاوضه نده ورکړل شوې.

ده زیاته کړه، " دوی چې د ړنګو دوکانونو پخلی کاوه نو یې له خلکو پر قران لوړه اخیسې وه، بیا مو په های کورټ کې مقدمه ګټلې وه."

احسان الله خان وویل چې که حکومت د جنورۍ تر ۲۰مې معاوضه ورنکړه نو دوی به د غلام خان ټرانزټ او نور بازارونه وتړي.

د شمالي وزیرستان انتظامي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې د ړنګو دوکانونو پخلی شوی او هر مالک ته به د تاوان لپاره د بېنک چیکونه ورکول کېږي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته وویل چې ۲۹۵۰ دوکاندارانو ته د تاوانونو چیکونه رسول شوي او پاتې هغوی ته به یې هغه وخت ورکوي چې له صوبايي‌ حکومت څخه فنډ ترلاسه کړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه داسې عملیات پیل کړي وو چې له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.

په دې عملیاتو کې په ځانګړې توګه د میرامشاه، میرعلي او دته خېل بازارونه په مکمله توګه ړنګ شوي ول. د میرامشاه او میرعلي بازارونه اوس بیرته جوړ شوي خو دته خېل بازار لا هم هغسې ړنګ پروت دی.

د میرعلي دوکاندارانو ته معاوضې ورکړل شوې دي خو د میرامشاه متاثره دوکانداران وايي چې په دوی کې تر نیمايي زیات لا هم د معاوضې په تمه دي.

XS
SM
MD
LG