د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو عمليات: پوځ د ۲۵ وسلوالو د وژلو او ۷ تسلېميدو ادعا کوي، ۳ سرتېري هم وژل شوي


 په بنو کې د عملياتو په وخت پولیسو لاره بنده کړې ده. انځور د ډېسېمبر د ۲۰مې دی.
په بنو کې د عملياتو په وخت پولیسو لاره بنده کړې ده. انځور د ډېسېمبر د ۲۰مې دی.

د پاکستان پوځ وايي، په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې په عملياتو کې درې سرتېري او ۲۵ وسلوال وژل شوي دي.

د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري د ډېسېمبر پر ۲۰مه د پاکستان د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن جیو نیوز سره مرکه کې ادعا کړې چې اووه وسلوال ورته تسلیم شوي دي.

خو چارواکو تر دې مخکې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض معلومات ورکړي ول. د پوځ سرچینو د چودري تر خبرو مخکې رسنیو ته ته د وژل شويو او زخمي سرتېرو يو لېسټ لېږدولی وو چې له مخې یې په عملیاتو کې څلور پوځيان وژل شوي او ۱۸ ژوبل شوي ول.

د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف د ډېسېمبر پر ۲۰مه لومړی په پارلېمان کې او وروسته په خبري غونډه کې وویل چې د پوځ د ځانګړي ځواک درې سرتېري وژل شوي او او د ۱۰ او ۱۵ ترمینځ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، په وژل شویو کې یرغمال صوبېدار مېجر هم شامل دی.

تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ډېسېمبر پر ۲۰مه شپې ناوخته رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې له خپلو وسلوالو سره یې شپې اته بجې رابطه پرې شوه.

په بیان کې دعوه شوې چې د پاکستان د پوځ شاوخوا ۲۰ سرتېري یې وژلي او ژوبل کړي دي.

د هغې ناقانونه ډلې مشر نور ولي مسيد د ډېسېمبر پر ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې ویلي ول چې د پاکستان امنيتي ځواکونه دې وسلوالو ته له هغه مرکزه د وتلو خوندي لاره ورکړي.

خو د پوځ‌ وياند له جيو نيوز سره په مرکه کې وويل چې له وسلوالو سره یې دا و نه منله او تسلیمېدو لپاره یې ورته ۴۸ ساعته وخت ورکړ.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه شپې مهال په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانکې په مرکز کې يو بندي وسلوال له ساتونکي پوليس ټوپک په زور واخیست او نور سرتيري یې یرغمال کړل.

تر دې وروسته هغه وسلوال خپل نور ۲۵ ملګري له بندي خانو وایستل چې د وسلو تر لاسه کولو وروسته یې ټول اته امنيتي سرتېري یرغمال کړي دي.

د يرغمالو سرتېرو د خوشې کولو لپاره پر لومړۍ ورځ په شويو عملياتو کې درې سرتېري ژوبل شوي ول چې دوو یې وروسته سا ورکړه.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه، د هغو وسلوالو پر وړاندې د پاکستاني پوځ د عملياتو تر پيلولو څو ساعته وروسته،‌ د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف په پارلېمان کې د خبرو په وخت ادعا کړې وه چې عمليات ختم شوي دي.

خو د پوځ د بیانونو او د مشال راډیو د خبریال د سترګو لیدلي حال له مخې، په هغه سیمه کې ډزې د ډېسېمبر ۲۱مې تر سهاره اورېدل کېدې.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرایس په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وويل چې په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو پر مرکز له حملې خبر دی او پر وسلوالو غږ کوي چې یرغمال کسان "ژر خوشې" کړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان یې یو ملګری هېواد دی او د ترهګرۍ خلاف یې مرستې ته تیار دی.

د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د ۲۰۲۱ز د جون له لومړۍ نېټې څخه اوربند تر نامعلومې مودې وغځاوه. خو هغې ډلې د نومبر پر ۲۸مه په یوه بیان کې دعوه وکړه چې "پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره" کړې نو ځکه خپلو وسلوالو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د ډېسېمبر پر ۱۸مه په خپل یو بیان کې ويلي ول چې په روان کال کې یې د وسلوالو پر ضد ۲،۵۹۷ عمليات کړي‌ چې پکې یې ۷۶۸ مشکوک وسلوال نيولي دي.‌ د بیان له مخې، د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې پر پولیسو ۲۱۹ بریدونه شوي چې پکې ۱۱۶ سرتېري وژل شوي او ۱۲۵ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG