د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې په بریدونو او نښته کې ۱ پولیس او ۴ وسلوال وژل شوي دي


پولیس وايي، لوړپوړي امنیتي او ملکي چارواکي د جنورۍ پر اوومه په بنو کې د وژل شوي سرتېري جنازې ته ورغلي ول.
پولیس وايي، لوړپوړي امنیتي او ملکي چارواکي د جنورۍ پر اوومه په بنو کې د وژل شوي سرتېري جنازې ته ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا په بنو، لکي مروت او پېښور کې په بریدونو او نښتو کې یو پولیس او څلور مشکوک وسلوال وژل شوي او دوه پولیسان ژوبل دي.

د بنو پولیسو د جنورۍ پر اوومه تر پېښې وروسته په بیان کې وویل چې د ډومېل په ډوګر عمرزیو پولیسو پر سړک د پهرې پر وخت پر موټرسایکل سپرو دوو کسانو ته درېدو اشاره وکړه خو هغوی ډزې وکړې چې پکې یو پولیس ژوبل شو.

په بیان کې راغلي چې وسلوال له هغه ځایه وتښتېدل او یوه کور ته ننوتل او چې پولیس ورپسې ورغلل نو هغوی ورباندې د لاسي بم برید وکړ چې پکې بل پولیس سرتېری ووژل شو.

په بیان کې راغلي دي چې وسلوال په برقعو کې له هغه کوره وتښتېدل.

د خیبر پښتونخوا پولیسو د جنورۍ اوومې پر ماخوستن پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې د وژل شوي سرتېري په جنازه کې د سیمې د پولیسو او امنیتي ځواکونو لوړپوړو افسرانو ګډون وکړ.

د خیبر پښتونخوا پولیسو په یوه بل بیان کې ويلي دي چې د جنورۍ پر اوومه وسلوالو د بنو په ګاونډ کې د لکي مروت ښار د ټرافیکي پولیسو پر یو سرتېري ډزې کړې دي او هغه یې ژوبل کړی دی.

بیان زیاتوي چې د لکي مروت د پولیسو مشر ضیا الدین احمد په روغتون کې د ژوبل سرتېري فرمان الله پوښتنې ته ورغلی وو.

په دواړو ښارونو کې د حملو ذمه واري چا نه ده منلې خو تر دې مخکې پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو د یوشمېر حملو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلی دی.

د خیبر پښتونخوا پولیسو دواړه پېښې "ترهګر بریدونه" بللي دي او وايي، مقدمې یې دایرې کړې دي.

په پېښور کې نښته

په همدې حال کې د پېښور د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

پولیسو د جنورۍ اوومې پر ماخوستن تر عملیاتو وروسته رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي دي د سي ټي ډي سرتېري د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پېښور سربند سیمې ته ورغلل چې هلته ورباندې وسلوالو "ناتاره ډزې" پیل کړې.

بیان وايي، پولیسو هم ځوابي کاروايي وکړه او تر څه وخته پورې ډزې روانې وې چې پکې "څلور وسلوال" ووژل شول او "نور وتښتېدل."

پولیسو دا نه دي ویلي چې څومره وسلوال تښتېدلي دي خو زیاتوي چې وسلوال د "ناقانونه ډلې" غړي ول او "د ترهګرۍ په یوشمېر" پېښو کې ککړ ول.

پولیسو په بیان کې د هغې وسلوالې ډلې نوم هم نه دی اخیستی او وسلوالو یې هم په اړه څه نه دي ویلي. موږ د نورو معلوماتو لپاره د پولیسو له ویاند او یوه لوړپوړي افسر ملک حبیب سره د رابطو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د اوربند له ختمېدو راهیسې، پر پولیسو او پوځیانو بریدونه زیات شوي دي. هلته د پاکستان پولیسو او امنیتي ځواکونو هم ویلي دي چې د وسلوالو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې له اوړي راهیسې د ناامنۍ او هدفي وژنو ضد پراخ پاڅونونه، لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.

د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ز کې ورباندې ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۳۱مه وويل چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې په پاکستان کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي چې پکې یې سلګونه پوځیانو، پولیسانو، د استخباراتي ادارو کارکوونکو او د حکومت ملاتړیو امن کمېټیو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG